افغان او امريکايي ځواکونو په هلمند او نيمروز کې د القاعده غړي په نښه کړي

0 994

لانګ وار ژورنال (Long War Journal)  ورځپاڼې راپور ورکړی چې په تېرو څو ورځو کې افغان او امريکايي ځواکونو په هلمند او نيمروز ولايتونو کې د القاعد شبکې پر غړيو عمليات ترسره کړي او په دې ترڅ کې يې د القاعده يو شمېر مهم غړي وژلي او نيولي دي.

ورځپاڼې په راپور کې ويلي، امريکايي ځواکونو د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د هلمند په نادعلي کې د وسله‌والو طالبانو پر يوه غونډه هوايي بريد کړی چې ۴۵ کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې په دې هوايي بريد کې د القاعده شبکې ۸ غړي هم داسې مهال وژل شوي چې له وسله‌والو طالبانو سره يې په همدې مشترکه غونډه کې ګډون درلود.

لانګ وار ژورنال ورځپاڼې راپور زياتوي چې د امريکايي ځواکونو له لوري د هلمند په نادعلي کې د دغه ترسره شوي بريد پرمهال د فراه لپاره د وسله‌والو طالبانو نومول شوی والي عبدالله بلوڅ هم وژل شوی دی.

په راپور کې د امريکا استخباراتي چارواکو له قوله ويل شوي، عبدالله بلوڅ هغه کس و چې په هم‌‌مهاله توګه يې هم د وسله‌والو طالبانو او هم په ياده سيمه کې د القاعده غړيو قومنده په غاړه لرله.

لانګ وار ژورنال دغه راز کاږي چې د افغانستان ملي امنيت يا NDS ځانګړو ځواکونو بيا د تېرې يکشنبې په ورځ په نيمروز کې د القاعده پر غړيو عمليات کړي او د دې شبکې درې مشران يې ژوندي نيولي دي.

په راپور کې د ملي امنيت په حواله ويل شوي چې په نيول شويو کسانو کې مسطفی چې د القاعده شبکې د امر بالمعرو مسوول دی، حفيظ عبدالعزيز او حيات‌الله شامل دي.

ورځپاڼې د ملي امنيت د مالوماتو پر بنسټ ويلي، مسطفی او حفيظ محمد په نوم د نوموړي يو بل ملګری په ايران کې اوسېدل او موده وړاندې يې د القاعده استخباراتي مرستيال حفيظ غلام‌الله تر قومندې لاندې په نيمروز کې پر کمال خان بند ترهګريز بريد هم کړی و.

 لانګ وار ژورنال زياته کړې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د القاعده غړيو وژل کېدل او نيول دوام لري، بيا هم وسله‌وال طالبان ادعا کوي چې دا شبکه په افغانستان کې حضور او فعاليت نه لري او افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره يادې شبکې دغه سيمه پرېښې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply