روسيې ولي په ملگرو ملتونو کي د افغانستان د سولي ملاتړ و نه کړ؟

0 801

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه په يوه پريکړه ليک سره د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړ. خو روسیې دې پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړې، چین، پاکستان او سپيني روسيې بیا هيڅ رایه نه ده کارولې.

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر۱۰مه) د افغانستان د سولې پروسې په ملاتړ یو پریکړه لیک تائید شو.

ملګرو ملتونو د افغانستان د سولې په پروسه کې رامنځ ته شوي پرمختګونه وستایل او پر طالبانو یې يووار بیا غږ وکړ څو له القاعده شبکې، اسلامي دولت یا داعش ډلې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې قطع کړي.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۳غړو هیوادونو له ډلې څخه ۱۳۰ هیوادونو د افغانستان د دغه پریکړه لیک په ملاتړ رایه کارولې، روسیې بیا دغې قطعنامې ته منفي رایه ورکړې ده. پاکستان، چین او سپيني روسيې بیا رایه نه ده کارولې. په مجموعي ډول ۵۹ هیوادونو د افغانستان دغه پریکړه لیک ته رایه نه ده کارولې.

د «افغانستان وضعیت» تر نامه لاندې په دغه ۱۵پاڼيز پریکړه لیک کې د سولې او پخلاینې، ديموکراسۍ، د قانون حاکمیت، ښې حکومتولۍ، بشري حقونه، د مخدره موادو ضد مبارزه، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او همداراز د سیمه ایزې همکارۍ پر موضوعاتو تمرکز شوی دی.

دغه پریکړه لیک د سولې په پروسه کې د پرمختګونو ستاینه کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندي.

په ملګرو ملتونو کې د آلمان استازي، کریستوف هویسګن، چې هیواد یې د دغه پریکړه لیک د مذاکراتو مشري کوي، وویل چې په تیرو دوو لسیزو کې پر ټولو ناخوالو سره ۲۰۲۰م کال د افغانستان له پاره یو ښه کال وو. هغه وویل چې په دې کال کې تر ټولو مهمه موضوع هغه په سپتمبر میاشت کې د بین الافغاني مذاکرتو پیلیدل وو.

په ملګرو ملتونو کې د آلمان استازي همداراز زیاته کړه چې د دغي قطعنامې تائيد دا و ښووله چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه په خورا سخت حالت کې هم د افغانستان د خلکو تر شا ولاړه ده.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیالې استازې، انا اوستیګنیوا په دغو مذاکراتو کې د آلمان پر نقش سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په دې مذاکراتو کې د مسکو اندیښنو ته هیڅ پام نه دی شوی.

هغې همدا راز زیاته کړه چې دا د ترهگري ډلي داعش او د مخدره موادو له کبله د هغې هیواد ته د را ولاړیدونکو ګواښونو ښکاره پټول هم دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیالې استازې، انا اوستیګنیوا، پرته له دې چې د کوم لوري نوم واخلي، پر آلمان همدا راز تور ولگاوه چې له وړاندې نه یې د یوه لوري پلوي کړې او ویې ویل چې آلمان باید په ملګرو ملتونو کې د دغه پریکړه لیک د مذاکراتو مشري ونه کړي. هغې زیاته کړه چې پر دې ټولو سربیره، موږ په دې سخت وخت کې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.

د روسیې د مرستیالې استازې په ځواب کې د آلمان استازي وویل چې د روسیې له لوري یاد پریکړه لیک ته منفي رایه دا پیغام لیږدوي چې روسیې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته منفي ځواب ورکړ او زیاته یې کړه موږ ټولو باید دغه پریکړه لیک تائید کړی وای او افغانانو ته مو په دې سختو شرایطو کې یو قوي پیغام لیږلی وای چې موږ ستاسې ترشا ولاړ یوو.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply