!راځئ چې نور جګړې ته نه ووایو

سیدعبدالله پاچا

0 626

   راځئ چې نور د خپل هیواد او ولس د پراختیا او هوسایني‌ لپاره جګړې ته نه ووایو!

 د اسلام مقدس دین ټول منونکۍ دین دی چې دنړۍ ټولو مسلمانانوته یي دسولي اووروولی سپارښتنه کړي  دانسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې د یو انسان وژنه یي دنړۍ  دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه د یو انسان دژوند ساتنه یي  دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان دژوند پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی او کله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نو د ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله (ج) فرمایلی دی سورت المایده. ژبا ړه : کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم  ووژني  لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي . قرآن عظیم الشان پدي هکله  یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته  زیان ورسي نو ټول بدن ناراحته کیږی نو یوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله  اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر) چې همدغه مبارک آیت اهمیت او ارزښت ته په کتو سره او په هیواد کې د څو لسیزو جګړو، ناخوالو او تباهیو د ختمیدو لپاره د هیواد په ګوټ ګوت کې د هیواد د ټولو اقشارو هاند دا چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سولې غږونه پورته شول او په یو غږ یې له دولت او وسلوالو ډلو غوښتنه وکړه چې نور دې دغې تپل شوي جګړي ته د پای ټکی کیږدي ځکه چې په دغه روانه جګړه کې یوازې او یوازې د افغانستان د سولې اوثبات د دښمنانو ګټي نغښتي دي چې له کلونو کلونو راهیسي د دوي د ناوړو موخو لپاره افغانان قرباني ورکوي، دا چې  اوسمهال د سیمي او نړۍ په ګچه د افغانستان سولې په اړه خبرې اترې رواني دي. چې په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او د طالبانو د استازو تر منځ هم په دوحه د سولې په خبرو کې ښه او هیله بښوونکي خبرونه خپاره شوي چې دوي پر اختلافاتي موضوعاتو باندې توافق کړی او ژر تر ژره به د دغه بهیر یو نوې پړاو پیل شي چې دغو خبرو یو ځل بیا زمونږ د کړیدلي ولس ته د یوې تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې نوې هیلي راژوندي کړي دي.

 همدا رنګه له بلې ولس ته هیله بښوونکي خبر د افغانستان د حکومت او سیاسیونو لخوا د سولې مصالحې عالې شورا د غړیو په ګمارنه کې توافق ته رسیدل دي، چې له نیکه مرغه یې تیره ورځ د ولسمشر په ګډون د ګن شمیر سیاسي او جهادی رهبران لخوا لومړنی ناسته هم په کابل کې تر سره شوه، چې ټولو لوریو په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت خپل نظرونه سره شریک کړل او له ټولو څخه یې په یو غږ غوښتنه وکړه چې له دغه بهیر څخه به په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

   دا چې اوسمهال یو ځل بیا د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ په دوحه کې د سولې د خبرو اترو په طرزالعمل کې ټول اختلافات له منځه تللي او په ټولو مواداتو یې هوکړه کړې او له بلې خوا د سولې د مصالحې عالی شورا استازې هم وټاکل شول او لومړنې ناسته یې هم تر سره کړه ، نو زمونږ د ولس په زړونوکې دا هیلي راژوندي شوي چې انشاالله نور به مو په هیواد کې د جګړي اوغم ټغر چې تل یې قربانيان افغانان ول د تل لپاره ټول او  دا مظلوم او کړیدلی ولس به مو نور په یوه سولیزه فضا کې خپل ژوند پر مخ بوځي او یو ځل بیا هم په ښکیلو خواوو (حکومت او طالب) باندې غږ کوي چې نور دی له جګړي او وروروژني څخه لاس واخلي او د سولې بهیر ته دې لبیک ووایي ځکه چې د قرآني آیاتو له مخې په سوله کې خیر دی، او نړیوالې ټولني څخه مو هم غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې ټینکښت په سیمه کې د سولې ټینکښت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply