پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د خلکو ځمکې غصبوي

0 1,212

ځايي سرچينې وايي، په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو له روانې لړۍ سره سم پاکستاني پوځيانو په دې سيمه کې د خلکو شخصي جايدونو په غصبولو هم لاس پورې کړی دی.

د سرچينې په خبره، د غصب دې نوې پيل شوې لړۍ په ترڅ کې پاکستاني پوځيانو يو شمېر خالي کورونه هم نيولي دي او په کې يې ناپيژانده کورنۍ ميشتې کړي دي. د سرچينې په خبره ګومان دا دی، دا کورنۍ ښايي هغه څوک وي چې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نږدې اړيکي ولري او ياده سيمه کې به پرې د پښتنو حق غوښتنې روان حرکتونه تعقيب او هدف ګرځوي.

له دې سره د احتشام په نوم د شمالي وزيرستان یوه اوسیدونکي هم په خپل ټوېټر کې ياده موضوع تائيد کړې او ليکلي يې دي چې پاکستاني پوځیانو دې سیمو د ځايي اوسېدونکو شخصي جايدادونو دا غصب تازه پيل کړی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې د پاکستان پوځ دې د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکو پر وړاندې خپل دا ډول ناوړه اقدامات ودروي او ګني خلک به يې پر وړاندې اعتراضونه پيل کړي. د راپورونو له مخې د تېرو دوو اوونیو پرمهال شمالي وزیرستان کې ۱۱تنه ځايي اوسېدونکي د نامالومو کسانو له لوري وژل شوي دي.

په وروستيو ورځو کې نږدې هره ورځ په شمالي وزيرستان او په ټوله کې په قبايلي سيمو کې يو تن هدفي وژل شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ دې وژنو ته د شک په سترګه ګوري او زياتوي چې په خپله د پاکستان پوځ او استخبارات په کې ښکېل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply