څېړنه: کارغان داسې هوښيار دي لکه بيزوګانې

0 735

په تېره ځوان کارغان داسې ټولنيز او فزيکي مهارتونه ښيي چې د لويو بيزوګانو سره «سيال» وي. دغه خبره آلماني څېړونکو د تازه تجربو له مخې کړې ده.

پر اتو ځوانو کارغانو داسې د هوښيارتيا ازموينې او تجربې وشوې چې ډېری وخت په شيمپانزي او اورنګ اوتان بيزوګانو تر سره کيږي. هغوی داسې بدني او ټولنيز مهارتونه ښکاره کړل چې له لويو بيزوګانو سره «ډېر ورته والی» لري. دغه خبره د جمعې په ورځ د «ساينټيفيک رپورټس» په مجله کې په يوه خپره شوې څېړنه کې راغلې ده. دغه لومړۍ «پراخه» څېړنه د څېړونکو په خبره مرسته کوي چې د ساينس يو لوی راز راوسپړل شي. هغه دا چې د الوتونکو ماغزه چې د تي لرونکو له مغزو سره توپير لري، څنګه رامنځ ته شوي دي چې د ۳۰۰ ميليونو کلونو په ترڅ کې يې «موازي» هوښيارتيا ممکنه کړې ده.

ازموينې څنګه تر سره شوې؟

دغه عادي‌ کارغان د آلمان مونشن ښار ته څېرمه پروت د مکس پلانک انستيتوت د مرغانو د پېژندنې په څانګه کې رالوی شوي ول.‌ هغه په آزاده فضا کې د مرغانو د ساتنې يوې ساحې ته آزاد کړل شول او د PCTB په نوم داسې تجربې ورباندې وشوې چې معمولا د لويو بيزوګانو له پاره په کار لويږي.‌

په يوه تست کې بايد يوه کارغه له دريو خوځندو پيالو لاندې په يوې کې خواړه موندلي وای چې د مښوکې په واسطه يې ورته اشاره کوله په داسې حال کې چې بيزوګانې ورته ګوته نيسي. بل د منطق، حافظې او ساحې د پېژندلو تجربې ورباندې هم وشوې. د پروژې مخکښو څېړونکو زيمونه پيکا له اوسنابروک پوهنتون څخه او د مکس پلانک انستيتوت کارکوونکې، ميريام سيما، دواړو وويل چې د څلورو مياشتو  عمر لرونکو دغو ځوانو کارغانو د هوښيارتيا او پېژندنې «بشپړ» مهارتونه ښکاره کړل چې نهه فزيکي او شپږ ټولنيز وظايف يې اجرا کړل. د پيکا په خبره «د څلورو مياشتو لرونکي ځوان کارغان لا ډېر خپلواک وي» او زياته يې کړه چې دوی سره راټوليږي څو «د هوښيارتيا له مخې په لوړه سطح له دغسې نويو ننګونو سره چلن وشي‌ کولی.»

د څېړنې ليکونکو د مرغانو تر ۱۶ مياشتې عمر پوره کولو پورې د پېژندنې او هوښيارتيا تجربو ته په اشارې سره ويلي دي چې «زموږ دغو کارغانو او لويو بيزوګانو خورا ډېر شباهتونه ښکاره کړي دي.»

پايلې به يې څنګه استعماليږي؟

په يو تل ننګونکي چاپېريال کې د کارغانو ژوند «پر بريالۍ همکارۍ او ټلوالو» پورې اړه لري او د «پېژندنې په مهارتونو پورې هم» څو له پېچلو حالاتو سره وړ او چټک چلن وکړي.‌ دغه خبره د څېړنو ليکونکو کړې ده.

د نورو راتلونکو څېړنو له پاره محققينو د کارغانو او طوطيانو د پېژندنې او هوښيارتيا د وړتياوو پرتلنه وړانديز کړې ده. د کارغانو دغه څېړنه د مکس پلانک انستيتوت د مرغانو د پېژندنې په څانګه کې تر سره شوه چې پخوا د ژويو د کړو وړو د وتلي څېړونکي او د نوبل جايزې د ګټونکي، کونراد لورنڅ، د کار ځای وو.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply