ولسمشر د افغانستان شریانونه خلاصوي

عبدالمنان توحیدیار

0 738

له ایران سره د پنجشنبې په ورځ د ریل خط پرانستل شو او په دې سره به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري اسانه او ارزانه شي.

په دې ریل پټلۍ سره افغانستان یو بل شریان خلاص کړ چې کولی شي پر یو هېواد باندې له تکیه خلاص او سمندر ته ارزانه لار پيدا کړي.

د دې حیاتي پروژې پرانېسته د دواړو هیوادونو د اقتصادي احیا، پراختیا او تحرک په برخه کې د یو مهم ګام په توګه په نېک پال نیول شوی دی.

دا ریل پټلۍ په اسیا وچه کې د لېږد او ترانسپورټ تر ټولو اغېزناکه، ګټوره او ارزانه طریقه ده.

په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف ـ هرات ریل پټلۍ تفاهم لیک لاسلیک شو او د جوړولو عملي کار یې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شو چې شنبه یې پرانیسته وشوه.

له اقتصادي اړخه هغه تحول چې د اروپا او امریکا وچو په ۱۹ پېړۍ او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې شاهد و، اوس اسیا په ۲۱ پېړ ۍکې په لویه کچه د هغه د عملي کولو په حال کې ده.

د اسیا پراختیایي بانک د ۲۰۱۷ او ۲۰۵۰ کلونو لپاره د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو چې افغانستان هم په کې شامل دی، په ریل پټلۍ د پانګونې لویو ظرفیتونو ته په پام معتبره ارزونه کړې ده.

نه یوازې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ جوړېدو شاهدان یوو، بلکې پخوا هم د افغانستان په نورو سیمو کې د ریل پټلۍ له هغې ډلې حیرتان ـ مزار شریف ریل پټلۍ بشپړه شوې او د اقینه ـ اندخوی ریل پټلۍ د بشپړېدو په حال کې ده او همداراز د هیواد په نورو سیمو کې به هم ریل پټلۍ جوړې شې.

د سیمې ټول هیوادونه دې ته اړتیا لري چې له یوه لوري په یوه ګډ لیدلوري او له بل لوري د ښې استفادې لپاره د ټولو پروژو د تجهیز، تمویل، جوړولو او مدیریت لپاره په همغږۍ اقدام او له یو بل سره همکاري وکړي.

زموږ هیواد به د انرژۍ د تولید او د پایداره انرژۍ د صادراتو په عمده مرکزونو بدل شي او په ورته مهال کاسازر، ټاپي او ټاپ سیمه ییزې لویې پروژې د سیمې لویې اقتصادي پروژې ګڼل کېږي.

د هرات او افغانستان د مقام بېرته ژوندي کولو لپاره په تېرو شپږو کلونو کې د سیمه ییزو همکاریو د لویو طرحو اساس ایښودل شوی او له یو بل پسې د تحقق په حال کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply