غزل

ښکلا سحر

0 863
تش یې سترخوان دی
دا څنګه خان دی
پاچا ودان دی
وطن یې وران دی
ملا پردی دی
وزیر د ځان دی
والي خالي دی
غل قومندان دی
پیر د کشمیر دی
شیخ د ایران دی
ډاکټر ناروغ دی
دردې دندان دی
وکیل ویده دی
زرې چالان دی
ولس ولاړ دی
ژوند ترې روان دی
د ځینو کسب
جان او قربان دی
وجدان پټ ساته
افغانستان دی
هلته ټکان دي
دلته اذان دی
اسلام ته اور دی
یو مسلمان دی
بِسم الله وایه
غږ د انسان دی
ورو ورو غږېږه
دېوال شیطان دی
خونې ته راشه
ښکلا ! دالان دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply