اوچا؛ روان کال د جګړو له امله ۳۲۷ زره افغانان بې ځایه شوي

0 836

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ اداره يا «اوچا» وایي، د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې مهاله ۳۲۷زره افغانان د جګړو او طبیعي پېښو له کبله له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

دې ادارې په خپل راپور کې چې نن پنج‌شنبه يې خپور کړی ويلي، لا هم خپلو مېنو ته د ياد شمېر افغانانو بېرته راګرځو پر وړاندې خنډونه موجود دي. په اوچا په راپور کې زياته شوې: «اکثره دغه کسان په ټول افغانستان کې بې‌ځایه شوي دي. ځکه چې جګړه او بې‌وزلي خپلو سیمو ته د هغوی د بېرته ستنېدو په وړاندې خنډ دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» د مالوماتو له مخې، د جګړو او طبیعي پېښو ۵۹ سلنه بې‌ځایه شوي کسان ماشومان، ۲۱ سلنه ښځې او ۲۰ سلنه یې سړي دي. یاده اداره دغه راز زیاتوي، تر ټولو زیات کسان د افغانستان په ختیځ کنړ، ننګرهار او دغه راز په بغلان کې بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې ویلي، په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله د بې‌ځایه شویو افغانانو شمیر له زیاتوالي سره بشري مرستو ته د اړتیا کچه هم لوړه شوې او مرستندویه موسسې او هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply