د طالبانو مشران خپل کور اسلام اباد ته د مشورې لپاره لاړل

 نوید احمد څرک

0 1,156

قطر کې له درې میاشتنی خبرو وروسته د جمهوریت او طالبانو مذاکراتي پلاوو په رخصتۍ باندې سلا شول او د جنوري په ۵مه به بیا مذاکرات پيل کیږي.

د رخصتۍ په ورځو کې د جمهوریت پلاوی کابل ته راغلل او د طالبانو مشران اسلام اباد ته لاړل.

دا ښکاره ده چې پاکستان د طالبانو لومړی کور دی او هر کله چې وغواړي تګ راتګ ورته کولی شي، د زیاتو طالب مشرانو کورونه هم اسلام اباد او کویټه کې دي او د کمو یې په دوحه کې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په یوه اعلامیه کې لیکلي ( د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته لاړ او هلته به له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري.)

طالبان هر ځل د سولې پروسه کې له پاکستاني لوري سره مشوره کوي او د دې لپاره رسمي سفر پلمه کوي، په داسې حال کې چې یوه ترهګره ډله هیڅ ډول رسمي سفر نه شي کولی.

خو دا چې پاکستان د طالبانو پخوانی او اوسنی ملاتړی دی او په افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي، طالبانو استخباراتي سفرونو ته رسمي سفرونه وایي.

تر دې وړاندې هم کله چې له امریکا سره هوکړه وشوه او بین الافغاني مذاکرات پيل کیدل، د طالبانو سیاسي مشران پاکستان ته تللي و او له درې ورځیني رسمي سفر وروسته ۱۵ ورځې د پاکستان په خاوره کې نامالوم ځای کې اوسیدل.

هر ځل چې د سولې او جګړې په تړاو کومه خبره وي، ډیر کله یې د پاکستان استخبارات له طالبانو سره د تلفون په لیکه شریکوي، خو ځینې ستراتيژيکو موخو لپاره د طالبانو مشران اسلام اباد ته غوښتل کیږي.

هسې هم د طالبانو سیاسي او جنګي مشران په کویټه، اسلام اباد او کراچۍ کې اوسیږي او د پاکستان استخبارات ورته لاس رسی خو لري، خو ځینې لوی موخو لپاره بیا سترې جلسې جوړیږي او د پاکستان د دفاع لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام او ګټو لپاره طالبانو ته نوې هدفونه ورکول کیږي.

طالبان له پاکستان ډير مجبوریتونه لري او له همدې کبله د پاکستان له انحصار ځان نه شي خلاصولی، ځینې یې له پاکستاني استخباراتو سره بلک لیست دي، ځینو یې پاکستان کې پانګونه کړي او که د پاکستان په خوښه کارونه و نه کړي، پانګونه یې کنګل کیږي.

د ځینو نورو بیا کورنۍ له پاکستاني استخباراتو سره یرغمل دي او اجازه نه ورکوي چې له پاکستان څخه یې وباسي، دا ټول مجبوریتونه د دې لپاره دي چې طالب مشران د اسلام په نوم خپل هېواد وران او خپل هېوادوالو وینې توی کړي.

هو،

پاکستان په دې تکتیک کې بریالی دی او تر څو چې دا بې وجدانه پلورل شوي طالب مشران وي، تر څو چې د طالبانو دا جاهل وسله وال وی، تر هغې به وینه تویدنه دوام لري او تر هغې به د افغانستان اباد ځایونه ورانیږي او ورانو ځایونو ته به د جوړیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply