هغه وايي، د پاکستان د حکومت له لوري د علي وزېر نیول کېدل هېڅ ډول قانوني جنبه نلري او حکومت دې خپلې غېرې قانوني کړنې نورې بندې کړي. مریم نواز دغه راز خبرداری وکړی چې د علي وزیر نیول کېدل به د پاکستان حکومت سره وپاشي او ډېر ژر به وویشل شي. مريم نواز په خپرو تازه څرګندونو کې زیاته کړې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت يو کېنول شوی حکومت دی  او د ولس پر وړاندې توپيري چلند کوي.  د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز  د علي وزير نېونه د پاکستان د يووالي پر وړاندې عمل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورزنګ د مخکښ غړي علي وزیر د خلاصېدو په اړه نن د پښتونخوا د سترو ښارونو سربېره کابل کې هم د نوموړي د راخوشې کېدو په اړه غونډې او لاریونونه روان دي.