لر او بر افغان نور ېو کېدل غواړي کابله

0 939

بايللې پښتونخوا بېرته ګټل غواړي کابله

نقشه د دغې سيمې بدلېدل غواړي کابله

پوهېږم ستا پر غاړه هم څلويښت چړې پرتې دي

وخت بيا د داود خان مخ اغوستل غواړي کابله

ډېورنډ ليري کول، له منځه وړل غواړي کابله

لومړی اسلام اباد رانړېدل غواړي کابله

دا خپل خفه بچي پخلا کول غواړي کابله

د نورو له منګولو راايستل غواړي کابله

و خوست و کوټې دواړو ته په يوه سترګه ورګوره

اوربل پر دواړو خواوو اړول غواړي کابله

منم وزيرستان به دې د غونډې زنې خال وي

دا خال تازه کول، سامبالول غواړي کابله

کوږک دی که بولدک دی دواړه ستا دا غټې سترګې

 دا سترګې غړول، او تورول غواړي کابله

دا ستا په جرم ناست دي ډېر ځوانان په زندانو کې

مين دې له رقيبه خلاصېدل غواړي کابله

باچا ذوالقرنين دا چيغې وهم هر احتجاج کې

چې لر او بر افغان نور ېو کېدل غواړي کابله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply