نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د امريکا- افغانستان ګډې اعلامیې، د امريکا- وسله‌والو طالبانو هوکړه‌لیک، سولې او بین الافغاني مذاکراتو له پیل څخه د پراخ نړیوال ملاتړ په موجوديت کې، ډېری افغانان هيلو ته په پام چې د سولې او امنیت په اړه يې لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی.

نوموړي زياته کړې چې د تاوتريخوالي عاملان په دې هڅه کې دي چې افغانان نور شاته پاتې شي او تاوتريخوالي تل‌پاتې ختمولو ته د ژمنو افغانانو له لوري بايد رد شي.

نوموړي په دې اړه وړاندې زياته کړې: «موږ پر ټولو غاړو غږ کوو چې اورکم کړي او په چټکۍ اوربند وکړي. په ګډه او په نړیوال ملاتړ، دوی باید په ټول هېواد کې د ناچاودل شوو توکو او ماینونو سره مبارزه وکړي. څو د ماشومانو او غټانو ارزښتناکه ژوند وژغوري.»

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ مذاکرات دا مهال د راتلونکې جنورۍ تر ۵مې ځنډېدلي دي.

د دې وقفې په ترڅ کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي په کور دننه د افغانستان له بېلا بېلو اقشارو سره سلا مشورې پيل کړې او د طالبانو سياسي دفتر هيئت هم پاکستان ته تللی. د راپورونو له مخې طالب پلاوی به پر پاکستاني چارواکو سربېر په دې هېواد کې د يادې ډلې مېشتې رهبرۍ له غړي او جنګي قومندانانو سره هم وګوري.