د سرحدي ځواک پر پوستې بريد لږ تر لږه ۷ امنيتي کسان وژلي
لږ تر لږه اووه تنه پاکستاني امنيتي کسان هغه مهال ووژل شول چې وسله والو د بلوچستان پر يوې امنيتي پوستې باندې بريد وکړ. په دغه آيالت کې د کلونو راهيسې پاڅون روان دی. دغه خبره پوځ کړې ده.
هغه وويل چې د ډزو په تبادله کې چې د يکشنبې يا اتوار ورځې په سهار شوې ده، شپږ تنه نيمه پوځي ځواکونه او دوه شخصي ساتونکي وژل شوي دي. د هغه په خبره شپږ نور ځواکونه په دغه بريد کې سخت ټپيان شوي هم دي.
د ترين په وينا بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي او غرونو ته يې مخه کړې ده مخکې له دې چې نور امنيتي ځواکونه د ملاتړ په موخه ورورسيږي.
پر امنيتي ځواکونو دغه بريد یوه ورځ وروسته له هغه کيږي چې د فوټبال يوه ميدان ته څېرمه بم چاودلی وو چې دوه تنه نندارچيان پکې ووژل او شپږ نور تنه پکې د بلوچستان په بنجګور ضلع کې زخميان شول.
هيڅ کومې ډلې د دواړو بريدونو پړه منلې نه ده. خو بلوچستان د يوې لسيزې څخه زيات وخت د يوه پاڅون شاهد دی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي پکې د خپلواکۍ دپاره جنګيږي او د دغه آيالت د ګازو او معدنونو په سرچينو کې خپله ونډه غواړي.
همدا راز په یو بل خبر کې
پاکستان کې پوځي چورلکه لوېدلې، څلور عسکر پکې مړه شوي
دغه چورلکه د شنبې په ورځ د ګلګيت بالتستان په سيمه کې د «د تخنيکي وجوهاتو له مخې» ولوېده په داسې حال کې چې يو سرتېری يې د سکردو پوځي روغتون ته لېږداوه.
دغه خبره د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې کړې ده. پاکستان د پوځي او ملکي هوايي چلند په برخه کې په تېرو څو کلونو کې د ډېرو الوتکو او چورلکو د لوېدو پېښې ليدلې دي.
د پاکستان د نړيوالو هوايي کرښو (پي آي ای) يوه الوتکه سږ کال په کراچۍ ښار کې ولوېده چې ۹۸ تنه پکې ووژل شول. د ۲۰۱۵ کال په اګست کې ۱۲ تنه د پاکستان په شمال لويديځ کې د يوې پوځي چورلکې په لوېدلو سره مړه شول.
د همغه کال په می مياشت کې يوه بله پوځي چورلکه هم د ګلګيت په يوه تفريحي سيمه کې ولوېده چې د دوو بهرنيو سفيرانو په ګډون په کې اووه تنه ووژل شول.
ګلګيت بالتستان د غرونو د لوړو څوکو له کبله شهرت لري چې د چين، افغانستان او د هند تر کنترول لاندې کشمير تر منځ يوه مهمه ستراتيژيکه سيمه ده.
دوچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320