ولی طالبان د دیني مدرسو څخه ناوړه استفاده کوي؟

عبدالمنان توحیدیار

0 617

لومړی خو د پاکستان استخباراتي ادارې له دیني مرکزونو ناسمه ګټه پورته کوي او دا سوء استفاده یې په طالبانو کې هم مروج کړه او د افغانستان زیاتو سیمو کې له دیني مرکزونو د سخت دریځۍ په ګټه کار اخلي.

تازه نورستان کې د حمزه په نوم یوه دیني مدرسه چې د سعودي عربستان په مرسته جوړه شوې وه او د پوهنې وزارت دیني نصاب پکې تدریس کیده، د طالبانو لاس ته ورغلې او د پوهنې وزارت نصاب چې رښتنی دین پکې خلکو ته ښيي، لیرې کړی او د سخت دریځۍ په اړه هغه کتابونه تدریس کوي چې د چاپ چارې یې د پاکستان استخباراتي اداره پر غاړه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان نورستان کې له دیني زده کړو مرکزونو د افغانستان خپل نصاب چې افغان جییدو علماوو راټول کړی لیرې کوي او پر ځای یې د سخت دریځۍ درسونه وایي، بلکې تر دې وړاندې هم طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې دیني مرکزونو او ان ښوونځیو کې د سخت دریځۍ درسونه کم عمره ماشومانو ته ورکړي او لا هم دا پروسه روانه ده.

د پاکستان استخبارات په دې هڅه کې دي چې هغه کار چې پخوا د پاکستان ریاست کو، اوس یې باید خپله طالبان وکړي، هم د جګړې لپاره بشري قوه رامنځ ته کړي او هم له دین څخه ناسمه ګټنه وکړي.

عجیبه ده، د پاکستان د په اصطلاح دیني عالمانو داسې نصاب جوړ کړی چې یواځې افغانستان پکې په نښه شوی چې هلته هر څه ورانول او د هر چا وژل روا جهاد دی، خو همدا نصاب بیا پاکستان کې د جهاد لپاره ناروا بلل کیږي.

ان د طالبانو مشران هم دې نصاب په سترګو ړانده کړي، اصلي دین یې یو اړخ ته کړی او سخت دریځي یې ترې راخیستې د طالبانو مشران او وسله والو ذهن کې یې پیچکاري کړی دی.

که طالبان دین سپر و نه ګرځوي، خلکو ته ناسم دین وړاندې نه کړي، یوه ورځ هم په سم دین او رښتنې زده کړو باندې څوک سخت دریځۍ ته نه شي تشویق کولی، دا طالبان دي چې د خپلو ګټو او بهرنیو استخباراتو د ګټو لپاره دین مخ ته مخ ته کوي او بیا د جهاد او نور مقدس نومونه ورکوی.

له نیکه مرغه چې اوس اکثریت افغانان په دې چال باندې پوهیږي او د طالبانو اصلیت ور مالوم شوی دی چې له دین سوء استفاده کوي، خو دا چې طالبان په کلیو باندې واک لري، اکثریت خلک په زور او فریب باندې مجبوروي چې طالبانو سره همکاري وکړي.

طالبان یې دې کیسه کې نه دي چې اخرت به یې څه ډول وي، هغوی د نن ورځې غم کوي چې پيسې او واک یې لاس ته ورشي، اخرت یې هیر کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply