غزل

عبدالباري جهاني

0 1,200
‎ملګرو داسي وخت به راسي چي یاران به نه وي
‎مېنه به تشه له میړونو وي سیالان به نه وي
‎د ښار کوڅې به وي لښکر د ابوجهل نیولي
‎منبر به وي، بلال به وي، ږغ د آذان به نه وي
‎همدا ښارونه، دا کیسې او دا نیکونه به وي
‎کابل به وي، فرنګ به وي خو اکبر خان به نه وي
‎له غاړګیو به لمني تر لندنه ورځي
‎مغول به وي، یرغل به وي او خوشحال خان به نه وي
‎د رستمانو په نکلونو به ملنډي وهي
‎هم به ګرګین، هم کندهار وي، اصفهان به نه وي
‎پردي توپونه به غړومبېږي د قیامت تر ورځي
‎جهان به وي، قانون به وي، زړه د انسان به نه وي
‎هم به د دوست، هم د رقیب له لاسه زهر چښو
‎زلمي به وي، عقل به وي، مګر ایمان به نه وي
‎د سورلنډیو انګولا به پښتانه بېروي
‎د وینو جوش، د توري شرنګ، ږغ د افغان به نه وي
‎د پښتنو درنې جرګې به تر وړۍ سپکي سي
‎قام به راټول سي، پاچاخان او صمد خان به نه وي
‎شمع به واخلي فاتحه د جهاني د نظم
.‎ساقي به وي، خُم به خالي وي، میخواران به نه وي
عبدالباري جهاني
‎۲۰۱۴- د اګست یوولسمه ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply