ولسمشر غني نن له غرمې وړاندې د قطر له امير شيح تميم بن حمد ال‌ثاني سره په ټليفون خبرې کړي دي.

ارګ په دې اړه  خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دواړو لوريو په دې ټليفوني خبرو کې د افغانستان سولې په پروسه او دغه راز پر بېړني اوربند ټينګار کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د قطر امير ولسمشر غني ته ژمنه ورکړې چې هېواد به يې اوربند ته د زمينې برابرولو په هدف هڅې جاري وساتي.

د ارګ په خپرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر غني او د قطر امير د دې ټليفوني خبرو په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا او تحکيم په اړه هم بحث او د نظر تبادله کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان سولې په اړه د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي بيا په دوحه کې د جنورۍ په ۵مه دويم پړاو مذاکرات پيل کړي.