د افغانستان کرکټ بورډ نن شنبه د مرغومي په ۱۳مه د ايرلنډ خلاف هغو ورځنيو لوبو په موخه د ۱۶ کسيزې لوبډلې نوم‌لړ اعلان کړ، چې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ليګ په ترڅ کې ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د دغه ليګ سياليو په ترڅ کې له ۸ هېوادونو سره درې درې لوبې ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو مسوول حکمت حسن وايي، دا لوبې د کرکټ يو ورځنيو لوبو راتلونکي نړيوال جام ته د لار موندنې په موخه ټولو لوبډلو ته مهمې دي او په خبره يې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هم يو له هغو لوبډلو ده، چې په ياد جام کې د ګډون په هدف بايد له ټول‌ټال ۲۴ لوبو ۱۴ هغه وګټي.

نوموړي په دې اړه خبرو کې وويل: «دغه لوبې د خورا اهميت درلودونکي دي او مونږ بايد مستقيم نړيوال جام ته لاره پيدا کړو.»

ايرلنډ، سريلانکا، پاکستان، هندوستان، زيمبابوې، نيدرلنډ، بنګلدېش او اسټراليا هغه ۸ هېوادونه دي چې ټاکل شوې له لوبډلو سره يې د کرکټ نړيوالې شورا په دې ليګ کې افغان لوبډله هم ۳-۳ لوبې وکړي.

د کرکټ بورډ مسوولان دغه راز زياتوي چې د کرکټ ملي لوبډله دې لوبو ته پوره چمتوالی لري. ځکه په خبره ‎يې د کرکټ ملي لوبغاړو په کابل، کندهار او ننګرهار سربېره په ځينو بهرنيو ليګونو کې متعدد تمريناتي کمپونه لوبولي دي.

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د يو ورځنيو لوبو دغه ليګ په روانه جنورۍ کې پيل شي او افغان لوبډله به هم په کې خپلې لوبې لومړۍ له ايرلنډ سره پيل کړي.