!مخته ځه، شاته مه ګوره

لیکنه : ګل احمد احسان

0 1,310

که موټر، موټرسیکل، بایسکل او نور چلوئ باید مخته وګورئ، کنې لیري نه ده چې تر یوه غټ پاڼ به مو شوه کړي. همداسي د ژوند کیسه هم ده، که دي په تیرو خبرو او وختونو پسې کتل او وخت دي پر ضایع کړ نو په راتلونکې ژوند کې به له سختیو او ستونزو سره مخ شې.

اوس نو د ژوند د ښې راتلونکې لپاره سیخ سیده مخته ګورئ، د چا بېځایه خبري مه اورئ، د ستونزو او تهدیدونو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړئ.

د ژوند هم عجیبه کیسه ده!  که ونه ځغلې نو ځای پر ځای به ولاړ وې فقط به ساه کاږې او ژوندی به يې، که منډه وهي او غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې په لاره کې بیا لویي ستونزې شته، لوړې، ژورې لري او ددې هرڅه ترڅنګ ځیني کسان بیا چي خپله یوازې ژوندي دي ستا د پرمختګ مخه نیسي، په لوی لاس درته ستونزې جوړوي، خبرې درپسې کوي او غواړي په خپل شکل کې دي کړي.

ځوانه! ګوره چې د ډېر عمر کسان هم ژوندي دي اما یوازې د هغه هدف په انتظار ناست دي چي دوی يې نه غواړي ( مرګ ) ځکه دوی اوس د پرمختګ، هوساه ژوند او دې ته ورته ډیري هیلي نه لري. ستا همدا د کار، زیار او زحمت وخت دی.

هره دنده چې لرې په مینه يې سرته رسوه، سهار چې د خپلې دندې په لورې ځې د پرمختګ او لا ډېر زیار هڅې کوه. که خلک درته وايي چې ستا دنده ډېره وړه ده ته به يې لوړه او با عزته ګڼې. که هغوی خبرې درپسې کوي ته به يې پروا نه ساتې. ډېر داسي ځوانان ما لیدلي چي کله د ملګرو سره د خپلي دندي په اړه خبري کوي هغوئ ورته وايي تر دې دندې خو دي دا ښه ده چې بیکاره په کور کې کښېنې، ستا شان وګوره او دا ډول دنده، تعلیم دي ددې د پاره وکړ چې اخر به دوکانداري کوې، په داسي حال کې چې تعلیم یوازې د پوهې ترسره لاسه کولو لپاره دی نه ده دتجارت او پیسو ګټلو وسیله، نو تل مخته ځه.

ته مخته ځه خلک خپله درپسې کیږي. که پر دښتونو مو سفر کړی وي نو نا بلده موټروان پر هغه لاره ځي چې بل موټر پرې تللی وي، د هغه د موټر لاره تعقیبوي ترڅو هدف ته ورسېږي، که څه هم لومړني موټروان شاید پر ځان خطرونه منلي وي خو موږ باید په دې پوه شو چې هغه زموږ تر مخه خپلې موخې ته رسېدلی.

مهمه خبره: که پرمختګ او بریالیتوب غواړې نو سهار وختي له خوبه پاڅه، خپله دنده بوج نه بلکي خپل شوق او ذوق وګڼه، هره ورځ ددندې پرمهال د پرمختګ او نوښت په فکر کې اوسه، د کار پرمهال د ساعت ستن مه تعقیبوه بلکې خپل کار تعقیب کړه.

ته مخته تلای شې، ته بریالی کېدلای شې.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply