طالبان ولې د سولې خبرې ځنډوي؟

عبدالمنان توحیدیار

0 661

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیاء سراج د ولسي جرګې غونډه کې وکیلانو ته د ځینو موضوعاتو په تړاو مالومات ورکړل.

هغه وویل چې د سولې خبرې ځکه ټکنۍ روانې دي چې طالبان پلان لري، دا پروسه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې وځنډوي.

تحلیل دا دی چې طالبان ځکه غواړي دا پروسه وځنډوي چې فکر کوي، که بهرني ځواکونه ووځي، دوی به کابل فتحه کړي، خو طالبان تراوسه نه ده درک کړې چې دا شل کاله مخکې افغانستان نه دی اوس ډیر څه تغیر شوي دي، اوس د طالبانو د زمانې فکرونه نه دي چې طالبانو به په خلکو دیکتاتوري کوله.

د مالوماتو له مخې، طالبانو په تیر یو کال کې په افغانستان کې ۱۸۵۰۰ بریدونه کړي او په دې بریدونو کې زیات قرباني یې ملکي وګړو ورکړې ده.

طالبان چې له نړیوالو سره د سولې تړون ته ژمن نه دي پاتې شوی، هیڅ ژمنه باندې یې باور نه دی پکار.

د مالوماتو له مخې، د طالبانو جنګي قومندانان حاضر نه دی چې القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي ځکه جنګي قومندانان له دې ډلې پيسې او امکانات ترلاسه کوي او بدل کې طالبانو ورته پټنځایونه برابر کړي دي.

طالبان چې د فتحې خوبونه ګوري، اوسنی وضعیت ورته د ۹۰یمو کلونو وضعیت ښکاري چې د مجاهدینو ترمنځ خپلمنځي جګړې وې، خلک له تنظیمي حکومت په تنګ راغلي و او طالبانو ته یې هرکلی ووایي.

اوس خو حکومت د خلکو له لوري ټاکل شوی، هره پروسه کې خلک دخیل دي، له خلکو سره مشوره کیږي، خلک له خپلو حقونو برخمن دي، بشر حقونه د بیان ازادي، هغه څه دي چې خلک د حکومت او حکومت د خلکو دی.

طالبانو خو په زور باندې خلک ځورول، زنداني کول یې، وژل یې، دې ته یې بیا د شرعیت نوم ورکو.

اوس خلک په ژوند او حکومتي اړیکو باندې پوه دی، اوس خلکو ولیدل چې جمهوریت څه ته وایي.

که طالبان په رښتیا غواړي چې د دې نظام برخه شي، خپله ارام ژوند وکړي او نور ارام ته پریږدي، نو وخت دی چې سوله وکړي او له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.

طالبانو ته پرته له سولې بله لار نه ده پاتې، که یې سوله وکړه، ژوند به وکړي، کنه یا به وژل کیږي او یا به زنداني کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply