د آرمانو قافله

0 579

 د آرمانو قافله  ، په حقیقت کې دا د یو ښکلي شعر په بڼه وئیل شوي وه ، خو له بده مرغه د پرله پسي هجرتونو له وجهی ، دا شعر زما نه ورک شو ، ، اوس څه چې ما لیکلي دا د شعر متن وو ، دا چې دا خیالي قصه می خوښه وه ،نو په یو دوه شعرونو سره می چې د متن سره سمونوخوري رنګین کړ ، او د یو ادبی پارچې ، او په عین حال کې د یوې کسي په بڼه می راوسته ،هیله ده چې د وخت او زمان سره سمون وخوري ،

په درنښت

سیدعبیدالله نادر

د آرمانو قافله

 هلـته د علــــم بیړۍ ، د مـعرفت خـــــواته ځي

د علم وفن په رڼا، مخ په وحــــد ت خواته خي

دلــــــــــــــــــته زمونږ، امـیدونو آرما نو قافله

تورتمــو کې ده روانه، جهـــــــالت خواته ځي

نادر

د دنیا په علم و فن باندی سمبال یو څو تنه فضايي بیړي چلونکي ،د فضا په تورو تیارو کې ،د بشر د نوی ژوند د آرمانونو د تحقق د پاره چې د نوی دنیا ته لار پرانیزي ، د بشر د نوی ژوند د آرمانونو د تحقق د پاره د فضا پراخه غیږي ته و توغول شوه،بیړۍ په خپل دوامداره حرکت د ماموریت د تر سره کیدو د پاره روانه ده. بشر په ډیر بی صبرۍ، او په نهایت با خبرۍ د دي قافلي د پیام انتظار کاږي ،په دي لمحو کې هر کلمه چې د بیړۍ له ناستو محقیقینو او چلونکو څخه رارسیږي، د بشریت د تاریخ یو دروند مضون دی، او په زرینو کرخو لیکل کیږي، هر شیبه هر پیام د بشر  د حال بدلون ښکاره کوي، غمخواران د بشر په هره لمحه کې د نشراتو او نورو ذرایعو له لارې د نوي بدلدنونو په هکله معلومات تر لاسه کوي ، د بشر دا غمخواران د هرې شیبی پیام ته په ډیر بی صبرۍ په انتظار وي ،د قافلي زمریان په هره شیبه ،د دوی حیرانونکومشاهدات او پیغامونو دنیایی ناست محقیقین په حیرت کې اچولي ، په داسی حال کې چې هغه څه چې هغوی یي په ځپلو سترګو ویني، نو په ژبه یي نه شي بیانولای ،خو بیا هم ناست محقیقین د د کمرو او ټلویزیوني کمرو مخي ته د دوی د کلیماتو څخه ډیر برداشت کوی ،بیړۍ چلونکي او په بیړۍ کې ناست محقیقین دوی د بشر د روښانه راتلونکي له پاره په خپل ځان هر راز تکلیفونه؛ ګالي او د بیړۍ فرمان یي په لاس کې دی، دوی د خپل مسوولیت د تر سره کیدو له پاره، هوښیار بیدار او تیاره ښکاري ،د نفس حکومت په دوی کې نشته ،ځکه چې د دي دومره عظیم او لویو مسوولیتونو په غاړه اخیستلو ، او د چارو د تر سره کولو د پاره، ښايي په علم و فن باندی سمبال ، او فرشته خویه انسانان اوسي ،دوی د یوي ذرې د حقیقت د پیدا کولو د پاره د تمام نفساني آرزوګانو او آرمانو څخه تیر دي . او خپل عمر یي د بشر د ډیر لیري راتلونکي د پاره وقف کړی .

بیړۍ په بیکرانه او پراخه فضا کې د یو ژور دقټ او کنترول لاندی روانه ده ، پس له ډیرو کړاونو دا دی ، د هغه ستوري او مدار ته نژدي شوي چې بشر د مخه د ژوند او حیات اټکل په کې کړی وو . د دي شیبی هر پیام د ساینس دانانو،فلسفیانو، علماوو ، او د ژور فکر خاوندانو د پاره نه هیریدونکي ده، خبر لحظه په لحظه د ډیر قوی بی سیم په ذریعه رارسیږي . بیړۍ ستوري ته د کوزیدو په حال کې ده ،د نړۍ د ګوټ ګوټ د تازه خبر او بدلون په انتظار دي بیړۍ د داسي یو ستوري په مدار کې ده ، چې فضا یی لکه د ځمکي د فضا په شان په آسمان کې یي وریځي په حرکت کې دي ،شا او خوا یي سیندونه ، دریابونه دي او درنو غرونو د شااو خوا نه یی ګرد چاپیر لنګر اچولی دی . شین آسمان یي لکه د مځکي په شان شاه خوا ځنګلونه یي هم لکه د مځکي د ځنګلنو په شان دي بیړۍ د سنیدونو ، او دریابونو نه لږ لیري ، په یوه ډاک کې چې د تورو کاڼو دشته ده هلته کوزه شوه ،د بیړۍ مخي ته یوه جونګره څپرۍ وه چې د کوډلي په شان جوړه شوی وه ،چې ډیر بیحده وه زَړه ، او په همدي ویجاړه ډاک کې دریدلی وه کږه ،د کوډلی وران صورت د ډیرو زمانو د تیریدو ، افسانه بیانوله ،چې لرغون پوهه انسانان پرې ښه پوهیده ،چې دا کوډله څه داستان بیانوي، د کوډلي مخي ته ډیر تخنیکې وسایل پراته وو، د بیړۍ محقیقینو چې د دنیا په ټولو علومو احاطه درلوده ، پوهیدل چې دا کوډله څه افسانه بیانوي ، کوډلی دوی ته داسي وییل : چې ګوندی ډیر کلونه مخکي ،ما دلته ستاسونه مخکي د نوي ژوند پیغام راوړ ، یو څو تنه بیړۍ چلونکي او محقیقین دلته کوز شول .

او زه یی د ځان داوسیدو لپاره جوړه کړم زما په مخ کې یي یو بیرق وو درولی ،او دا خورا ډیر وسایل یی چې د څیړنو د پاره دي ، دا یي دلته ، زما او د بیرق تر مخه پریښودل ، دا بیرق مې تر ډیره وساتلو ، خو یوه شپه توفاني باد راڅخه یوړه ،دا بیرغ زما د کلنو مونس او غمخوار وو ،او د بشر د فتحي او ظفر نښانه وه ،چې زما په مخ کې تر ډیره موده ولاړه وه ،او رپیده ،په شپو شپو به مونږ د یو بل سره د زړه ارمانونه بیانول مونږ وو چې دا ډاګونه مو وساتل، مونږ د لمړي ځل د پاره د نوی ژوند پیغام دلته راوړ .

زمونږ قافله لاړه چې بیرته به د نورو وسایلو سره راځي ،او د بشر د پاره د نوی حیات زیرۍ ورکوي.مګر ډیري زماني شوي ، خو د دي قافلي درک و نه لګید، ډیری زماني مود خپلي قافلي د راتګ انتظار و ایست خو د قافلي اثر او درک و نه شو ،کله به داسي وشو، چې  د دي ستوري په فضا کې یوه بیړۍ ښکاره شوه ،مونږ به ډیر خوشحاله شو چې ګوندي زمونږ کاروان راغی ،خو چې بیړۍ به راکوزه شوه، د بیړۍ نه به بل شاني مخلوق راکوز شول ،او زما دبیرق او دا پاتي شو ي تخنیکي وسایلو عکسونه به یي واخیستل ،بیا به بیرته لاړل خو زمونږ د کاروان څخه خبر رانغی ،زه فکر کوم چې دا زمونږ کاروان د څه د پاره ځنډ شو ،زما په تصور کې فکر کوم د مځکي په مخ یو عالمی جنګ راپیش شوی ،او نوی مدنیت یي له مینځه وړی ،ولی چې د دي کاروان او مدنیت مخه بی د جنګ او جهالت نه بل څه نشي نیولای .نو جنګونه د تل له پاره د علمی نړۍ د پاره خنډ ګرځیدلی شي ،نو لعنت دي وي په جنګ

چې د علـم د پاره خنډ دی، هغه جنګ دی

په حیثیت ، د مدنیت ، باندی غوځنګ دی

انســـاني مقـام ته نه ښــايي ، چې وکړي

هغه کار چې ، انســانیت دپاره ، ننګ دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply