امریکا باید له افغانستان سره خپلو ژمنو ته درناوی ولري

0 649

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو کمښت لپاره هېڅ اندېښنه نه لري.

امرالله صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته را کم شوی دی او همدارنگه د امریکا لپاره به نوی ولسمشر جوبایډن هم نن ورځ د ولسمشر په توگه لوړه ترسره کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې امریکا او افغانستان د مرستو بېلابېل هوکړه ‌لیکونه لري او باید هغوی ته درناوی وکړي.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو په برخه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی و.

په ورته وخت کې طالبان وایي، چې امریکا دې په دوحه کې له دوی سره لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن تر دې مهاله د افغانستان او په دې هېواد کې د خپلو نظامي ځواکونو د برخلیک په هکله څه ندي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply