امرالله صالح: تر څو چې پاکستان طالبانو ته امن کور وي؛ سوله نه کوي

0 857

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پاکستان د افغان سولې په برخه کې لاهم کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی او تر اوسه یې پر طالبانو هیڅ فشار نه دی راوړی.
نوموړي نن د لوې جرګې خېمې په تالار کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې پاکستان لاهم د طالبانو لپاره امن کور دی، ځکه د سولې لپاره غاړه نه کیږي او نوي فرمایشونو وړاندې کوي.

د هغه په خبره، طالبانو په دې وروستیو کې نږدې ۶۰ تنه عالمان، مدني فعالان، قومي مشران او خبریالان وژلي دي.
صالح زیاته کړه، چې افغان حکومت د سولې لپاره خپله ژمنتیا ښودلې او پکار ده، چې طالبان هم په دې برخه کې اقدام وکړي. امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوام وویل، پاکستان د افغان سولې لپاره لاهم کوم مثبت اقدام نه دی ترسره کړی.
هغه همداراز وویل، چې د امریکا له لوري نوې طرحه ورته د منلو نه ده او هیڅ وخت به یې لاسلیک نکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply