محب: صالح ولسمشر غني ته د جنګي وضعیت په اړه ‘له حقیقت لېرې’ مالومات ورکول

621
د افغانستان د ملي امنیت مخکیني سلاکار حمدالله محب ویلي، د جمهوري نظام د سقوط په وروستیو ورځو کې د ملي امنیت شورا او د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ترمنځ ځیني اختلافات رامنځته شوي وو.

نوموړي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، دا اختلافات د هغو مشورو او مالوماتو په برخه کې وو چې دې دواړو ادارو مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته ورکولې.

ښاغلي محب ویلي، د ښاغلي غني لومړي مرستیال امرالله صالح ولسمشر ته داسې مالومات او مشورې ورکولې چې له حقیقت لېرې وې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د خپلې وروستۍ دندې په ورځو کې یې تر ټولو لویه تېروتنه څه وه، ښاغلي محب وویل:

“کله چې جنګي حالت رامنځته شو د ادارو ترمنځ ټکر راغلی و. معاون صاحب اول هم ډېره علاقمندي درلوده په امنیتي سکتور کې. مشورې به یې رئیس صاحب جمهور ته ورکولې. موږ هم دا کار کاوه. هغه مالومات چې موږ ورکول او معاون صاحب اول ورکول، ډېر تفاوت و پکې. ډېر مالومات داسې وو چې له حقیقت سره یې سر نه خوړلو”.

ښاغلی محب وایي چې ده په دې برخه کې یو څه کولی شوای، د بېلګې په توګه دا چې پر مقابل لوري (ولسمشر لومړي مرستیال) ډېر فشار راوړي، او یا دا چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

پخپله امرالله صالح تر دې دمه د حمدالله محب دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې پر مخکیني ولسمشر غني نیوکه کړې چې هېواد یې پرېښود.

محب او اعظمي

په تېر اګست کې د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته ګڼو مخکینیو چارواکو یو بل ته د پړې ګوته نیولې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله د کابل د سقوط پر ورځ په یوه لنډ ویډیو کلپ کې ولسمشر غني ملامت کړی و چې د ده په ټکو، ولس یې په بد وضعیت کې پرېښود.

یو شمېر پخوانیو چارواکو بیا پخپله حمدالله محب ملامت کړی او تور لګوي چې د ملي امنیت سلاکار د نورو وزارتونو او دولتي ادارو په دندو کې لاسوهنه کوله.

خو ښاغلي محب له بي بي سي سره مرکه کې دا تورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د جمهوري نظام پر مهال هر وزارت او ادارې خپل واکونه او مسؤلیتونه درلودل.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د پخواني نظام ګڼ چارواکي له هېواده ووتل او دا مهال د نړۍ بېلابېلو برخو کې مېشت دي.

پخپله ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ او تر دې دمه د هغه هېواد د حکومت د مېلمه په توګه هلته مېشت دی.

د نوموړي د لومړي مرستیال امرالله صالح کره ځای ځایګی نه دی مالوم، خو داسې ګومان کېږي چې په تاجکستان کې دی.

بی بی سی پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.