جو بایډن؛ ۱۵ فرمانونه صادر کړل

0 874

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د خپل کار په لمړۍ ورځ ځنې داسې اجرایوي فرمانونه صادر کړي، چې د ډونالډ ټرمپ تګ لاره باطلوي.

په دې فرمانونو کې امریکا ته د مسلمانو هېوادونو څخه د مسلمانانو په ورتګ د بندیز فرمان هم لغوه شو.
یاد فرمان چې په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ لخوا صادر شوی وو، امریکا ته د ایران، عراق ، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن څخه د مسلمانانو په ورتګ بندیز لګول شوی وو.

همدا رنګه ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې وه، چې د روغتیا په نړیوال سازمان کې به نه پاتې کېږي؛ خو جوبایډن د خپل کار په لومړۍ د ۱۵ صادرو شوو فرمانو په لړ کې د یو فرمان له مخې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د متحده ایالاتو وتل ودرول.

نوموړي ویلي، چې اداره یې په پام کې لري ترڅو د کرونا ناروغۍ په وړاندې د مبارزې په موخه د نړۍ بېوزلو هېوادونو ته د یادې ناروغۍ د واکسینو د لېږد په موخه به د کوواکس په نوم ائتلاف سره یوځای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply