د سولې خبرې د بایډن تر کار پیلولو وځنډېدې

0 792

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا منلې، چې د قطر په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو مخامخ غونډې ځنډېدلي او له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې هیڅ مخامخ ناسته نه ده کړې.
د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون، د خبرو د ځنډېدو عوامل نه په ګوته کوي، خو په خبره یې، چې افغان لوری په خپلو کې پر مشورو سره بوخت دی.
په همدې حال کې روېټرز خبري اژانس د دواړو لورو د سرچینو په حواله ویلي، دوحه کې د سولې مرکچیانو خبرې درولي او دې ته په تمه دي، چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.
په کابل کې یوې ډيپلوماتیکې سرچینې روېټرز ته ویلي، فکر نه ‌کوي، چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې د پام وړ کوم پرمختګ وشي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم د نوم نه ‌ښودو په شرط دغه اژانس ته ویلي، چې دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.
د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې پیل شو، خو تر اوسه یوازې یو ځل د دواړو لورو مرکچیانو مخامخ سره کتلي دي او د تماس ډلو یې لږ تر لږه دوه ځله غونډې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply