پولیس:‌ په امریکا کې د مسلمانانو د قتلونو په تور نیول شوی کس افغان دی

683
2 ساعتونه مخکې

د امریکا د نیو مکسیکو چارواکي وايي چې د مسلمانانو د وروستيو قتلونو په تور یې يو ځايي مسلمان نيولی چې په خټه افغان دی. د نيو مکسيکو په البوکرکي کې د څلورو مسلمانانو قتلونه د ځايي مسلمانانو ټولنې ته سخت ټکان ورکړی دی.

امریکايي چارواکي وايي، ۵۱ کلن محمد سعيد چې فکر کيږي د وژل شوو کسانو سره یې پيژندګلوي لرله، د دوشنبې په ورځ نيول شوی دی. چارواکو ويلي چې هغه له خپل کور څخه څه باندې ۱۶۰ کيلومتره لرې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته کې تر درولو وروسته ونيول شو.

چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه کس د دوو کسانو په وژنه تورن دی او تر دې مخکې د دوو نورو قتلونو اصلي تورن کس هم پيژندل شوی دی.

په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو د مرکز مشر، احمد اسد، وويل چې «د مسلمانانو ټولنه د نه منلو وړ د آرامۍ احساس کوي اوزیاته یې کړه په دې پیښې سره ځینې ژوندونه په بشپړه توګه خراب شول. دا چې احمد سعید د نوموړي په استازولۍ د خبرو له پاره وکیل لري او که نه، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

د امریکا متحده ایالاتو په نیو مکسیکو کې د څلورو وژل شوو مسلمانانو د قتل لومړنۍ پيښه په تیر نومبر میاشت کې شوې وه او درې نور قتلونه بیا د جولای د ۲۶مې او د اګست ۵مې تر منځ شوي ول.

د سیمې د پولیسو مشر، هارولد ميدینا، وويل چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه قتلونه باید د کرکې جرمونو او زنځیري قتلونو په توګه درجه بندي شي او که په دواړو کټګوریو کې وشمیرل شي. پولیسو ویلي چې احمد سعید له افغانستان څخه دی او شاوخوا پنځه کاله ېې په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کړی دی.

په داسې حال کې چې د پیښې په تړاو پلټنې ادامه لري، د پولیسو په یوه اعلامیه کې ويل شوي چې «داسې ښکاري چې مجرم قربانيانو سره تر یو حده پیژندګلوي درلود، او کیدای شي خپل منځي شخړه د ډزو سبب شوي وي.» په اعلامیه کې ويل شوي چې څيړونکې لا هم پر دې کار کوي تر څو روښانه شي چې هغوی څنګه هلته له یو بل سره لیدلي دي.

د پولیسو يوه چارواکي کيلي هارټساک، په مشخصه توګه دغې پوښتنې ته چې آیا سعيد د دې له پاره چې یو سني مسلمان وو او لور ېې له یو شیعه مسلمان سره واده کړی وو په غوسه کړی وو، مستقیم ځواب ورنکړ، خو وې ويل چې د قتل د انګیزو پلټنه روانه ده ترڅو د بشپړ پوهاوي له پاره معلوم شي.»

New Mexico Albuquerque | Ermittlungsleiterin Cecily Barker
د نيو مکسیکو پولیس د تورن کس د موندلو په هڅه کې د اګست په ۷مه، تورن پورې د تړاو لرونکي موټر انځور ښييانځور: Adolphe Pierre-Louis/Albuquerque Journal/AP/picture alliance

د مسلمانانو د مرکز مشر، احمد اسد تصدیقوي چې «یو واده شوی وو»، خو هغه د سعید د انګیزې په هکله چې وخت نا وخت به د دوی مرکزي جومات ته هم ورتلو، د قتل د انګیزې له هر ډول نتيجه ګيرۍ ډډه وکړه. پولیسو ويلي دي چې سعید دوی ته خپلې خبرې په لیکلي بڼه ورکړي دي خو د هغې جزئيات ېې په ډاګه کړي نه دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې دغو قتلونو حتی د امریکا د ولسمشر جو بایدن، توجه هم جلب کړه. بایدن په دې تړاو وويل چې دا ډول حملو ته «په امریکا کې ځای نشته.» دغو قتلونو همدارنګه د امریکا د مسلمانو ټولنو په منځ کې ویره خپره کړې ده. ځینې مسلمانان د خپل امنیت په هکله اندیښمن دي او خپل تګ راتګ یې هم محدود کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو په واشنګټن ډي سي کې د امريکن-اسلاميک ريلیشنس اجرائيه مشر، نهاد عوض، د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وويل: «د دغه شر له پاره هیڅ توجیه نشته. د بې ګناه ژوند اخیستل هيڅ توجيه نلري.» هغه دغه وژنې د «ليونتوب عمل» وباله.

په امریکا متحده ایالاتو کې د قتل لومړنۍ پيښه د تیر کال په نومبر میاشت کې شوې چې پکې د محمد احمدي په نامه یو ۶۲ کلن افغان وژل شوی وو. ۲۵ کلن نعیم حسین له پاکستان څخه د تیرې جمعې په شپه ووژل شو. تر دې څو ورځې وړاندې د افضل حسین په نامه یو ۲۷ کلن پاکستانی او ۴۱ کلن آفتاب حسین چې همدې جومات ته د لمانځه له پاره تلل، وژل شوي وو.

چارواکي وايي سعيد دا وخت د آفتاب حسین او محمد افضل حسین پر قتل تورن دی هغه په دې دليل چې د جرم پېښېدو په ځای کې د مرميو موندل شوي پوچکونه له هغې ولسې سره تړاو لري چې د سعيد له کوره موندل شوی دی.

څيړونکي، سعيد، د نعیم حسین او احمدي په قتلونو کې د اصلي تورن په توګه ارزوي خو تر اوسه د دغو قضيو په تړاو کوم تورونه درج کړل شوي نه دي.

پولیس وايي د دوشنبې په ورځ کله چې دوی غوښته په البوکرکي کې د سعيد کور تلاشي کړي، دوی ولیدل چې سعيد په فولکس واګون موټر کې له سيمې ووت چې چارواکو د قتل په پیښه کې د دغه موټر د استفادې خبره هم کړې ده. پولیسو هغه تر سانتا روسا پورې تعقیب او د البوکرکي په ختیځ کې یې شاوخوا ۱۷۷ کیلومتره لرې توقیف کړ. پوليسو ويلي دی چې د هغه له کور څخه ګڼ شمیر وسلې او موټرونه په لاس راغلي دي. چارواکو دا هم ويلي دي چې د سعيد له زامنو تحقیق شوی او بیرته خوشې کړل شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.