مولوي مطمین مړ نه، ووژل شو

نوید احمد څرک

0 752

مولوي مطمین هيڅ ډول جدي ناروغه نه لرله، زوی يي محمد په شخصي مجالسو کې ښکاره د ده پر پلار د تيرو شویو سختيو ځينې کيسې کړي دي خو دا چې په ډآګه نشي ويلی ښايي د ملادادالله د کورنۍ له برخليکه به ډاريږي.

ټاليب اوس ځکه ددې مظلوم تر وژنې وروسته لګيا دي د تمساح اوښکې تويوي چې داسې وښيي چې وژل شوی نه بلکه مړ شوی دی او د قاتل پل چپ کړي.

مولوي مطمين پر افغانستان مین وو، پر وطن يي ايمان لاره، د ملاعمر د پل سړی وو او تر ډيره يي د کوټې او پيښور تر اوسنیو هغو افغانستان ته لومړيتوب ورکاوو خو استخباراتي مجبوریتونو اړ کړی وو چې د وژل کیدو تر ورځې ساکت پاتې شي.

مطمين د پاکستاني مدرسې متاثر طالب نه وو بلکه په انګريزي روان پوهیده، ښه لیکوال وو، د افغان وطن تاریخ يي لوستی وو او زموږ له حالته ډير زیات متاثر وو.

پيښور ته تبعيد يي، څارل او څو وارې يي د کور پلټل او ربړول هغه څه وو چې ددې مظلوم ذهني توازون يي ګډ وډ کړی وو او تر پایه يي ان ټلیفون هم نه لاره.

په میرانشاه او کوټه کې ناست د ټاليب د تبلیغاتي ماشین چلونکو ته تر هر قتل مخکې سوژه ورکول کيږي، پر ډيرو هدفي وژنو مخکې له مخکې ليکل شوي وي او بیا خپريږي خو د طالب په منځ کې له لیکوال تر شنونکي هيڅوک ددې جرأت نلري چې د شویو هدفي قتلونو يو راز هم مستند ملت ته وښيي.

مطمين چې هر مجبوریت لاره اوپه پاکستان کې ميشت وو دا به دی ښه پوهيده او دا ټول رازونه يي له ځان سره خاورو ته يو وړل خو دا چې یو افغان په مبهم ډول وژل کيږي ددې پوښتنه باید وشي.

پاکستان او د د طالب پاکستای ترکيب د هدفي وژنو اوزهرجنو پیچکاریو پر مټ د وژنو اوږده تجربه لري، له ملامحمد رباني تر ملاعبیدالله، ملاعمر اومولوي مطمين پورې شوي قتلونه ډير پيچلي او مبهم دي.

طالب د دې جرأت نشي کړای چې خولو چوله کړي که طالب رښتيا ژمن افغان وی د مطمین « ملاعمر او افغانستان» کتاب ته به يي هغسې د چاپ اجازه ورکړې وه لکه څنګه چې خدای بښلي مطمين لیکلی وو، کوم کتاب چې چاپ شوی او نن سباشته دی دا د هغه کتاب اصلی نسخه نه ده کومه چې مطمين لیکلې وه بلکه دا د هغه کتاب يوازې يوه برخه او بیا لیکل شوې بڼه ده.

مطمين دې الله وبښي او له افغان حکومته مو هيله داده چې دده کورنۍ وژغوري ځکه بچیان يي په ډير بد وضعيت کې دي ښايي زوی يي محمد هم د داسې يوې پيښې ښکار شي يا شوی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply