!د کبانو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

0 1,218

بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې خواړه وخوري. په دې برخه کې خلک بېلابېل غذايي رژيمونه لري. ځينې خلک ډېر انرژي لرونکي خواړه خوري او ځينې نور بیا کم کالوري درلودونکي خواړه خوري. په خوړو کې د کبانو غوښه هم د ځانګړي اهيمت درلودونکې ده. موږ په دې لیکنه کې د کب د غوښې پر روغتيايي ګټو ځینې خبرې لرو.

د کب غوښه د ځمکې په سر یو له پاکو او ګټورو غذايي موادو څخه ګڼل کېږي. دغه غوښه د پروتين او ويټامين D په څېر له مهمو مغذي موادو څخه ډکه ده. همدارنګه د امګا۳ په څېر د ارزښتناکو غوړو اسیدونو سرچينه هم ده، چې د بدن او حافظې په پياوړتيا کې رغنده رول لوبوي. ددې لیکنې په اوږدو کې به د کب د غوښې پر ګڼو نورو روغتيايي ګټو هم پوه شئ.

۱. د کب غوښه د مهمو غذايي توکو ښه سرچينه ده

د کبانو نږدې ټول ډولونه د انسان روغتيا ته ګټه رسوي. کبان د مغذي موادو یوه سرشاره منبع ده، چې ډېری خلک ترې د بېلابېلو عواملو له کبله په هغه ډول چې په کار ده، استفاده نه کوي. ددې مهمو موادو په برخه کې د باکيفیته پروتينونو نوم یادولای شو. یعنې کومو ويټامينونو ته چې زموږ بدن اړتيا لري په کبانو کې پيدا کېږي.

خو هېره دې نه وي، چې د کبانو ځينې ډولونه له بعضي نورو غوره هم دي. غوړ کبان تر ټولو سالم او ګټور بلل کېږي. له همدې کبله د سالمون، قزل آلا، ساردین او ځينې نور کبان چې ډېر غوړ لري قیمته دي.

۲. د مغزو او د زړه د سکتې ګواښ کموي

په ټوله نړۍ کې د زړه او مغزي سکتې له کبله د خلکو د مړينې کچه ورځ تر بلې لوړېږي. خو مه وېرېږئ! یو له ډېرو مهمو خوړو څخه چې د خپل زړه د روغتيا لپاره یې خوړلای شئ، کبان دي.

د حيرانتيا خبره نه ده؛ وروستۍ څېړنې ښيي، هغوی چې په مناسبه اندازه د کب غوښه خوري، نسبت هغوی ته چې دا غوښه نه خوري، د زړه او مغزي سکتې ګواښ يې کم وي.

لنډه دا چې حد اقل په اونۍ کې یو وار د کب غوښه خوړل د زړه او مغزي سکتې ګواښ ۳۷ سلنه راکموي. نو هڅه وکړئ، چې د کب غوښې ته په خپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

۳. د بدن د ودې لپاره مهم مواد لري

د امګا۳ غوړ اسيدونه ستاسو د بدن د ودې او پرمختک لپاره خورا اړين دي. دوکوزاهګزائنوئيک (DHA) د امګا۳ د هغو اسیدونو له جملې څخه دی، چې ډېر ارزښت لري، ځکه چې په سترګو او مغزو کې مخ پر ودې سلولونو کې ټولېږي او ستاسو ودې ته چټکټيا ورکوي.

امیدوارې مېرمنې باید له خامو او نيمه پاخه شوو کبانو له خوړلو ډډه وکړئ. ځکه کېدای شي د مېرمنې جنین ته زیان ورسوي او له ستونزو سره یې مخ کړي.

۴. د خفګان له منځه وړل 

ژور خفګان او رواني ګډوډۍ ډېرې جدي ستونزې دي، چې په چټکۍ سره ډېرېدونکي دي. د خفګان حالت داسې دی، چې انسان په کې د ناخوښۍ، غم، کم انرژۍ او له ژوند سره د علاقې د کمبود احساس کوي.

څېړنو ښودلې ده، چې په هغو کسانو کې د ژور خفګان نښې کمې ليدل کېږي، چې په منظمه توګه د کب غوښه خوري. ددې علت هم امګا۳ دی، چې د ژور خفګان په له منځه وړلو کې ګټو ثابتېږي.

۵. د ويټامين D غوره منبع ده

په وروستيو کلنو کې په طبي برخه کې ويټامين ډي ته ځانګړی ارزښت ورکول کېږي. په امریکا کې ۴۱/۶ وګړي د ويټامين ډي له کمبود سره مخ دي. که تاسو هم د ويټامين D له کمبود سره مخ یئ ماهي مو ښه انتخاب کېدای شي. په خپلو خوړو کې ځای ورکړئ.

۶. خوب مو منظم کوي

د کب له مهمو ځانګړنو څخه یو هم د خوب منظمول دي. په خوب کې اختلالات او ګډوډي په نړۍ کې یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

د یوې ځېړنې په پايله کې چې ۹۵ تنه د منځني عمر درلودونکي نارینه په کې تر څار لاندې نيول شوي وي، څرګنده شوه چې د کب خوړل د هغوی خوب منظم کړی او خوښ دي. څېړونکو ددې ګټې اصلي لامل په ماهيانو کې د ويټامين ډي شتون وګڼه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply