له څو کالو راهیسې دولت هڅه کوي، چې علیپور خلع سلاح کړي؛ خو علیپور په ډېر مهارت د هزاره قوم خپل مخ ته دروي او هر ځل هڅه کوي، د دولت پر وړاندې عام هزاره ګان جګړې ته ولمسوي او په همدې توګه د سیاسي فشار له لارې دولت په شا وتمبوي.
دلته اساسي پوښتنه دا نه ده، چې علیپور څوک دی او څه کوي؛ بلکې اساسي پوښتنه دا ده، چې علیپور ته د سلګونه تنه وسلوال لښکر د اکمال او تجهیز لګښتونه څوک ورکوي؟
ولې یې د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ارادې خلاف وسلواله ډله جوړه کړې؟
که فرض کړو، چې علیپور د طالبانو په مقابل کې له هزاره ګانو دفاع کوي؛ نو بیا هم مکلف دی، چې د اساسي قانون په رڼا او د دولت په چوکاټ کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي؛ نه خپل سري!
علیپور مکلف دی، چې دولت ته د خپلې جنګي ډلې ټول مالومات ورکړي او دولت ته یې تسلیم کړي، ناامني دا مانا نه لري، چې د افغانستان هر وګړی دې د ځان د ساتنې لپاره خپلسرې ملېشې جوړې کړي.
ایا په افغانستان کې یوازې هزاره ګان د جګړې قرباني دي؛ که ټول هیواد؟
که داسې وي؛ نو د کابل هر وګړی باید د ځان د ساتنې لپاره یوه ملېشه جوړه کړي!
د علیپور او د هغه د یارانو ادعا هم وصولآ، هم منطقآ، هم د اساسي قانون له مخې او هم د جمهوري رویې له رویه باطله ده.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي، چې د بهسودو د لومړۍ او دویمې ساحې لپاره قوماندانان معریفي کړي؛ خو دعليپور وسلوالې ملېشې د دولت د ارادې پر خلاف راوتلې او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لخوا معریفي شوی قوماندنان بهسودو ته ننوځي.
تر دې، چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۹ نېټه تېر ماښام یې د بهسودو د لومړۍ ساحې په سیمه کې دولتي کاروان باندې وسلوال برید وکړ، چې د ملي پو لیسو د غبرګون پایله کې ۹ تنه غیری مسول وسلوال ووژل شول او ۷ تنه ټپيان شول؛ همدارنګه د یاد کړکېچ د سازماندهي په تور ۶۸ تنه هم ونیول شول.
نن د روان کال د جنوري په ۳۰ نېټه سهار د علیپور ملېشو د بهسودو په مربوطالتو کې د ملي پولیسو په کمربندي پوستو مسلح بریدونه کړي، چې پایله کې یې ۱۰ تنه ملي پولیس ټپيان شوي.
د ایران د مداخلې باوجود په هزاره ګانو کې د پاکستان مداخلې ته کریم خلیلي هڅې پيل کړې، کریم خلیلي د روان کال د جنوري په ۱۱ نېټه پاکستان ته سفر وکړ او له راګرځېدو وروسته یې د ۱۰ ورځو جریان کې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالي کې د هزاره ګانو غیری مسول وسلوالو ملېشو د افغان دولت د ارادې خلاف چریکي بریدونه پيل کړل او ورځ تر بلې د افغان دولت او هزاره ګانو تر منځ واټن رامنځته کوي.
خلیلي ته نږدې سرچینې تاییدوي، چې خلیلي د پاکستان د حکومت په منځګړیتوب پاکستان کې دطالبانو له جنګي قوماندانو او د رهبري شورا له غړو سره هم لیدنې کړې، چې یو بل ته یې د همکاري لاس ورکړی.
افغان ولس اندېښمن دی، چې افغان دولت ولې د دې هر څه پر وړاندې پټه خوله او تړلی لاس ناست دی؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320