همزولی، همبڼه، همموخی غورځنګونه-دویمه برخه

همایون دوست

0 944
په بازیل کې د یو کلنۍ استوګنې په موده کې، ژان کالوین خپل د طریقت ائین د «مسیحېت لارښوونې» ړمبني ټوک چاپولو تر څنګ، «پترو.روبرت» سره د انجیل په ژباړلو کې د پام وړ مرسته وکړه؛ (هغه مهال انجیل ژباړونکي ته د مرګ سزا ټاکل شوی وه، د دوې په الهام اخیستلو بیا سکاتلندي انګریزانو د مهاجرې یوې ډلې هم نوموړې کتاب، انګلیسي ته واړاوه او په ۱۵۶۰م. ژینوا کې چاپ او خپور کړ، د انجیل همهغه ژباړه تر نن ورځ پورې، په انګلیسې ژبه کې تر ټولو غوره ژباړه ګڼل کېږي).
په ۱۵۳۶م. کې ژان کالوین له بازیل څخه ګڼمیشته فرانسوی مهاجرینو ښار «ستاراسبورګ» په تکل خپله ګډه بار وی، خو د لږ مزل پس د لنډې لار په اوږدو کې د ناامنۍ له کبله پخپله وینا یې «حس کړه چې، ګواګې خدای له اسمانه څخه لاس را اوږد کړ او له څټ نه یې نیولې ژینوا ته راوست» او د راتګ خبر یې « ویلیام فاریل» تر غوږو ورسید ،( فارل پخوا د پاریس په یوه ښوونځي کې د لاتینې ژبې او دیني مضامینو ښوونکې او د کاتولیک دین مْوعظ ؤ، ده ته د یو تصادف له مخې د انجیل اره قلمي نخسه لاسه ته ورغله، هغه یې ټکی په ټکی ښه په ژوره مطالعه کړه، چې پایله کې د ۱۳ سورو متضاده ښوونو، کتاب د اسمانې نسب په اصالت شکمن کړ او د ټولنیز ژوند په مذهبې چارو کې د سمونپالو (پروتیستان) خوا ته واوښت، ور پسې یې په پاخه عمر کې د راهبیت لواړه ماته او په سپینه ږیره یې یوه ځوانه فرانسوۍ کونډه په نکاح کړه، خو کاتولیک اخوندانو سره په مخامخ بحثونو کې برلاسې نه ښکاریده، دی د ژان کالوین په څیر ژبه‌ور ویاند پسې اسمان کې ګرځیده، چې په مټ یې خپل سیالان وځپي، خو خدای دا دی په ځمکه کې په لاس ورکړ،) ده د تود هرکلي له روغبړ څخه ورسته، په ډیر ټینګار سره، ژان کالوین د ځان سره تم کړ. مدبر کالوین هم د یو لړ تندو مناظرو او مناقشو په منطق، اخوندان د سیالۍ له ډګر څخه منزوی کړل او دوې دواړو په ګډه سره نوی کلیسا پرانیستله، چې د پخوانې کلیسا په توپیر ، د خدای تصوري انځورنه او مجسمو ته، کوم چې د دوی په باور بت لمانځه او شرک پالنه ګڼل کیده، ځای نه ؤ ورکړل شوی، شمعو او ډیوو بلولو په کې بندیز لګول شو، د قیامت په ورځ یې امامانو ته جنت کې د مناسب ځای غوښتنې په خاطر بډې نه ورکول کیدی، د ژینوا ۱۵ زره کسیز ښار د میشتو وګړو، ګډه ژبه فرانسوي وه او دا ړمبني ځل ؤ چې مذهبي چارې، وعظونه او سرودونه یې د لاتین په بدیل په خپلې ژبه اوريدل، کټ مټ په همدې روحیه د کاتولیک دین په بطن کې، د نوی طریقت بڼسټ کیښودل شو.
په ۱۵۳۷م. ژان کالوین ژینوا سرمشریزه شورا ته ښار د مدیریت په تړاو داسې طرحه وړاندي کړه، چې په اجندا کې، مذهب او حکومت یو له بل جلا کول، لاکن دولتې ادارو کنترول یې د کلیسا تر اغیز لاندی راوستې، (دا د اروپاي هیوادنو د سیاسې جوړښت پاره ړمبني سیکولوریستې طرحه وه،) لاکن واکمنانو له خوا دا طرحه رد شوه، ژان کالوین اړ شو چې د طرحې پلې کولو پاره له ولس څخه ملاتړ وءغواړی، خو په غبرګون یې دی د ژینوا څخه وءشړل شو او کلیسا یې واپس هغو پادریانو ته وسپارله، کومو چې په هیڅ قیمت هم خپل بایللی حیثیت بیرته نه شو ګټلی.
ژان کالوین د ژنیوا څخه «ستاراسبورګ» ته لاړ، هلته یې واده وکړ او په فرانسوی ژبه د نوی طریقت په ارونو، د لمونځ سرودونه ولیکل چې د فرانسې مهاجرینو په کلیسا کې ترویچ کړل. همدا راز یې د خپل طریقت خپورلو په موخه د راتلونکو مبلیغینو پاره ښوونځی پرانیست.
ژان کالوین دری کاله په «ستاراسبورګ» استوګنه وکړه، چې د ژینوا واکدارانو په وار، وار واپس خپل ښار نظم د اداره کولو پاره بلنې ورکړی، خو دی غرور نه پریښود چې شړل شوی ښار ته واپس عودت وکړی. بالاخره په ۱۵۴۱م. یو لوړپوړي پلاوي کالوین پخلا کړ چې ژینوا ته ستون او د سویس هیواد تابعیت هم ومني، ده ته په ژینوا کې د ځانګړو تشریفاتې مراسمو په ترڅ کې د ملي ویاړ خرقه ورواغوستل شوه او له همهغه شیبې د ژینوا ټولو وګړو ور ته د اطاعت غاړه کیښوده، ده په ۱۵۵۹م. یې خپل د طریقت ائین د «مسیحت لارښوونې» بشپړي او څلور واړه ټوکونه یې چاپ کړل‌ چې له برکته یې هم ژنیوا د اروپا په معنوی او سپیڅلی ورغاوی بدل شو.
ژان کالوین پخپله ۱۵۶۴م. د می په ۲۷ له ابد پاره، له فاني نړۍ سترګې پټې او د خپل وصیت سره سم یې، په خامه ادیره کې، چرته چې د کوم چا په قبر مقبره نه وه جوړه شوي، خاورو ته وسپارل شو، خو مریدانو او خواخوږو یې د ده طریقت خپرولو پاره، سخت تشدد ته مخه کړه، چې پایله کې سخت خونړۍ پیښي او فاجعې وءزیږولي. په دې تړاو راتلونکی لیکنه کې روښنایې اچول کیږی.
لړۍ غځیدلی ..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply