ننګرهار کې د لښکر اسلام وژل شوی مشر منګل باغ څوک و؟

سیدعبدالله پاچا

0 875

د لشکر اسلام ډله په ۲۰۰۴ کال کې د مفتي منیر شاکر لخوا رامنځته شوه، مفتي شاکر توندلاری دیوبندي و، چې د پاکستان د پوځ لپاره یې د خیبر درې په سیمه کې د تاریاکو او وسلې کاروبار مدیریت کولو او خلک یې د دیوبند توندلارې نظریې ته رابلل.

مفتي شاکر د پاکستان د پوځ په مرسته خیبر کې د ایف ایم راډیو فعاله کړه، چې له هغه یې خپل جنجالي بیانونه خپرول؛ لکه د تاریاکو د کښت او سوداګري د حلالو ګڼلو ادعا، چې د اسلام د دین له لیدلوري یې د تاریاکو کښت، سوداګري او د وسلې کاروبار جایز وګڼل، دې کار سره یې د خیبر او باړې د مخدره موادو او وسلې کاروبار تر خپل کنترول لاندې راوست او له دې لارې لاسته راغلي عواید یې د لشکر اسلام ترهګریزې ډلې په رامنځته کولو لګول او د پاکستان د پوځ تر کنترول لاندې یې د دې پيسو یو برخه طالبانو ته ورکوله او د طالبانو لپاره یې په باړه کې ځانمرګي روزل.
په ۲۰۰۶ کال کې د لشکر اسلام رهبري د افریدیو د قومي شورا غړي حاجي تاج محمد په غاړه واخیسته او د پاکستان د پوځ په لارښونه یې د افریدیو د قوم منځ کې د نفوذ پالیسي پلي کړه، چې د دقیقو راپورونو له مخې د لشکر اسلام ډلې د غړو تعداد ۱۸۰۰۰۰ یو سل او اتیا زرو ته ورسېد، په ۲۰۰۸ کال کې د لشکر اسلام ډلې ومنله، چې دوی له ۱۸۰۰۰۰ زیات رضاکار جنګیالي روزلي او ټول چمتو دي، چې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي.
د امریکا څارګره اداره وایي، چې ۲۰۰۶ کال کې د لشکر اسلام مشري د منګل باغ لاس کې وه؛ خو د رسنیو د فریب او د خپل هویت د پټولو لپاره یې همېشه جعلي مشران اعلانول او هر کله به، چې جعلي مشرانو له منګل باغ سره مخالفت وکړ د ده لخوا وژل کېدل.
په دې وخت کې د لشکر اسلام ډلې مرکزي دفتر د باړې بازار کې وو او عمومي فعالیت یې د باړې بازار په جامع جومات کې ترسره کولو، د ياد جومات دروازې د پاکستان د پوځ کنترول کې وې او جومات ته هر ننوتونکی فرد د پوځ لخوا تلاشي کېده.
په دې وخت کې د لشکر اسلام دنده د خپلې ډلې د نفوذ د ساحې پراخول، د خیبر درې پر لاره افغانستان ته د نړیوالو مرستو د کاروانونو چور کول او سوځول، افغانستان ته د ځانمرګو رالېږل، په باړه کې طالبانو ته د پټنځایونو چمتو کول او طالبانو ته د مرستو را ټولول وو.
د ۲۰۰۸ کال د اپریل په ۲۷ نېټه لشکر اسلام ډلې د جیش اسلام ډلې تر نوم لاندې باجوړ ایجنسي کې د ولي رحمان تر مشري لاندې د پراخ فعالیت اعلان وکړ.
د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۱۵ نېټه منګل باغ د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) سره د لشکر اسلام د یو ځای کېدو اعلان وکړ.
منګل باغ هغه مهال د امریکا تر څار لاندې راغی، چې د خیبر درې په لاره یې د ناټو د لوژیستیکي کاروانونه چور او وسوځول، په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د (Rewards for Justice) ادارې لخوا د نړیوال ترهګر په توګه اعلان شو او د منګل باغ د ژوندي یا مړه پيدا کولو لپاره یې ۳ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ.
د امریکا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې منګل باغ د پاکستان او افغانستان تر منځ د خیبر درې پر لاره له سوداګریزو کاروانونو غیری قانوني مالیات اخلي، د ناټو او امریکا لوژیستیکي کاروانونه چور کوي، افغانستان ته ځانمرګي رالېږي، د پاکستان د تحریک طالبان پالوونکی دی، د افغانستان د طالبانو مالي حمایت کوي او د افغانستان و پاکستان په سرحدي سیمو کې ترهګرو روزنتونونه لري.
منګل باغ د دیوبندي توندلاري اسلام پلوی و او د افغانستان و پاکستان په سرحدي سیمو کې یې افراطیت خورولو، د مخدره موادو کاروبار او د وسلې کاروبار د ده تر کنترول لاندې و.
کله، چې د امریکا لخوا منګل باغ د لومړي درجه تروریست په حیث و پېژندل شو له هغه وروسته د نړیوال فشار د کمولو لپاره د پاکستان دولت منګل باغ ته هدایت وکړ، چې افغانستان ته ځان ورسوي او له هغه ځای خپل فعالیتونه سازماندهي کړي!
منګل باغ همداسې وکړل د افغانستان د طالبانو په هکاري یې د ننګرهار ولایت مربوطاتو کې بې شمېره پټنځایونه جوړ کړل او طالبانو پټ ساتلو.
د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۲ نېټه د ننګرهار ولایت د (خودي خوله) سرحدي سیمه کې د امریکایي بې پيلوټه الوتکې په برید کې د منګل باغ وژل کېدل تایید شول؛ مګر څو ورځې وروسته منګل باغ د ویډیویي پيغام له لارې د لشکر اسلام ډلې غړو ته د خپل ژوند په اړه ډاډ ورکړ او له نوموړي برید یې ژوندي وتل تایید کړل.
همدارنګه په ۲۰۲۰ کال کې هم د ننګرهار په اچین ولسوالي کې له هوایي برید ژوندی ووت.
د ۲۰۱۷ کال پيل کې منګل باغ په افغانستان کې د داعش د رامنځته کولو ماموریت ته د پاکستان لخوا ګمارل شوی و، چې د همدې موخې لپاره یې د ننګرهار د اچین ولسوالي د مرکز په حیث ټاکلې وه او له همدې ځای یې د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان په مختلفو سیمو کې د داعش رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کولې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply