د القاعده ډلې او طالبانو د نوي واحد پلان

عبدالمنان توحیدیار

0 920

امریکا چې له طالبانو سره د سولې تړون لري، یو ځل بیا هڅه کوي چې د دې تړون ارزونه وکړي، ځکه د امریکا نوی حکومت داسې انګیري چې دې تړون کې بیړه شوې ده او ارزونې ته ضرورت لري.

داسې ښکاري چې پر طالبانو د امریکا متحده ایالتونو باور له منځه تللی او هغه ژمنې چې طالبانو د دوحې تړون په مقابل کې کړې وې، نه دي عملي کړي او امریکا یې پر طالبانو بې باوره کړې ده.

تازه د امریکا د ماليې وزارت له یوې پټې معاملې پرده پورته کړې چې طالبان د حقاني ډلې په همکارۍ له القاعده ډلې سره نوی پلان جوړ کړی چې د راتلونکي جګړې لپاره یو نوی واحد او تشکیل رامنځ ته کړي.

دا واحد او تشکیل به له سخت دریځه طالبانو جوړیږي چې نه غواړي له امریکا سره سوله وکړي، دا به له افغان حکومت سره د سولې له تړون وروسته اعلان کوي، د طالبانو د جګړې د دوام تګلاره به مخ ته وړي، خو طالبان به ترې منکر کیږي او یو جلا یاغي ډله به یې بولي.

د امریکا د ماليې وزرات په خپلو مالوماتو کې ویلي چې القاعده ډله لا هم له طالبانو سره اړیکې لري، د طالبانو تر سیورې لاندې افغانستان کې یا فعاله ده او یو فرصت ته منتظر ده چې خپل فعالیت بیا پيل کړي.

له القاعده ډلې غوښتل شوې چې تر څو د دوحې تړون تطبیق کیږي، تر هغې دې دا ډله له پټنځایونو نه راوځی، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل، د دوحې تړون عملي شو، بیا به د طالبانو له یوې بلې ډلې سره په جلا نوم او جلا تشکیل کې فعالیت پيل کوي او ځان به طالبانو پورې نه تړي.

دا طرحه کې د پاکستان نظریه هم شته، هغه هېواد چې نه غواړي افغانستان کې جګړه ودریږي او وینه تویدنه بنده شي.

پاکستان له یوې خوا طالبانو سره مذاکراتو کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په لټه کې ده او له بلې خوا د یوې بلې ډلې په تشکیل او جوړښت بوخته ده چې له افغان حکومت سره د ممکنه تړون وروسته جګړه پيل کړي.

که څه هم طالبان د امریکا له مجبوریته له القاعده ډلې سره له اړیکو منکر شوي، خو ښکاره ده چې د طالبانو جنګي ډلې هیڅ حاضر نه دي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړی.

په دې برخه کې د سیاسي طالبانو هیڅ زور نه رسیږي، ځکه دوی ورته وايي، که دا جګړه جهاد وي، نو بیا خو د بهرنيو او داخلي وسله والو ترمنځ توپير نشته او که جهاد نه وي، نو بیا دا دومره موده ولې افغانان قرباني شول.

بله مهمه موضوع دا ده چې سخت دریځې ډلې چې حقاني شبکه یې مشري کوي، له پاکستان او بهرنیو ترهګرو ډلو د جګړې لپاره زیات امکانات ترلاسه کوي، هغوی مجبور دي چې د سولې هر ډول تړون سره سره جګړې ته دوام ورکړي، او دا جګړه د دوی ژوند او راتلونکی خوندي کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply