د پوهاند دوکتور بهاالدین مجروح درې دېرشم تلین

پوهندوی آصف بهاند

0 1,324

د پوهاند دوکتور بهاالدین مجروح درې دېرشم تلین

چې دې تـوان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
پــــه بـیـلـه کــې دې زوال ویـــنــم نــهــګـــه

 

(خوشحال خټک)

پوهاند ډوکتور بهاالدین مجروح:

پوهاند، فيلسوف، شاعر، مورخ ، ديپلومات ، لیکوال او سياستپوه،

زوکړه: ۱۹۲۸ م کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه، کنر، افغانستان،

مړینه: د ۱۹۸۸ م کال د فبرورۍ ۱۱ نېټه، پېښور.

 

 

مجروح سره د انسان ویر و او په دې ډارېده، چې انسان د بې خبرۍ په خوب ویده پاتې نه شي، که همداسې ویده پاتې شي، تورې لښکرې به راشي، پر ښار به مسلطې شي او د انسان تر راویښېدو پورې به ښار کنډواله وي.

 د مجروح غـږ چا وانورېد، همداسې وشول، تورې لښکرې راغلې، ایگو خان د ښار واکدار شو او ښار په کنډواله بدل شو، مجروح هم د تورو تیارو استازو، د گور تیارو ته ولېـږه او دا دی ویر یې دوه دېرش کلن شو، خو افکار یې تاند او زلمي گرځي راگرځي او د پوهې نوی لښکر جوړوي.

                                                                                        (آصف بهاند)

بهاالدین مجروح د تفکر د سمندر ستر نهنگ و، د همدې له  پاره په ویالو کې گرځېدای نه شو، وړو فکرونو سره یې کار نه و؛ بلکې د ټولنې او خلکو په باب یې داسې ژور او لوی فکر درلود چې، په پرون ـ نن او سبا په سمه توگه پوهېده، داسې پوهېده لکه په هنداره کې چې سړی ځان ویني، ده خپله راتلونکې ټولنې همداسې لیدله. ده خپله ټولنه ژوره او ښه تحلیل کړې ده او د «ځانځاني ښامار» په هنداره کې یې ښه ځلولې ده.

ما یو کال پخوا د ده د دوه دېرشم تلین په پار د یوې مقالې په ترڅ کې خپل نظرداسې لیکلی و:

مجروح سره د انسان ویر و او په دې ډارېده، چې انسان د بې خبرۍ په خوب ویده پاتې نه شي، که همداسې ویده پاتې شي، تورې لښکرې به راشي، پر ښار به مسلطې شي او د انسان تر راویښېدو پورې به ښار کنډواله وي.

 د مجروح غـږ چا وانورېد، همداسې وشول، تورې لښکرې راغلې، ایگو خان د ښار واکدار شو او ښار په کنډواله بدل شو، مجروح هم د تورو تیارو استازو، د گور تیارو ته ولېـږه او دا دی ویر یې دوه دېرش کلن شو، خو افکار یې تاند او زلمي گرځي راگرځي او د پوهې نوی لښکر جوړوي.

درې دېرش کاله کېـږي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په فرهنگي کړیو کې د مجروح ځای تش دی، خو د ده اثار او افکار، د ده ښه استازولي کوي او په هرکور، هر محفل او هر فکر کې ځوان او تاند گرځي او د نوي نسل لارښوونه کوي.

د ده ارواح دې ښاده وي او یاد خو یې ځکه تلپاتې دی چې اثار یې تلپاتې دي. دلته به د مجروح له ځانځاني ښامار څخه د ده د فکر او کلام داسې یوه بېلگه را واخلم چې په دې بېلگه کې د داسې ټولنې کیسه کوي چې په هغې ټولنه کې هر څه سم او ښه دي، ایگوخان او ایگوییزم لا نه دي راغلي او په انساني ټولنه کې ښکلی ژوند روان دی:

 

یو جنت خاوریو، خاورین

 

وایي: دلته پخوا ښکلی ښایسته ښار و

اروازه یې د  ښایست خپره هرلورې

سیاحان به له دې ځایه تېرېدل تل

شپه او ورځ به یې مزل کړو

په ځنگلو، په چمنو کې، د سیندونو رودخانو پر غاړه، غاړه

څرېدل به گرځېدل به مست وحشي اسان هر خوا ته

بې له ډاره بې له قیده

غرڅنۍ به وې روانې، شنو دښتو کې

بیا به تللې نږدې ښار ته

ماشومانو سره یو ځای لوبېدلې

له سهاره تر ماښامه

د توتیاتو د بلبلو چغهار و په درو په سر درو سمسور باغو کې

انسانانو لا زده نه و، د پنجرو د جوړو چل

ښار بې در بې دروازې و

نه خندق نه کوم دېوال ترې نه چاپېر و

ښکلي، ښکلي وو کورونه اباد شوي

گڼ باغو شنو چمنو کې

لویې لارې هر خوا تللې

سیند پر غاړه شنو دښتو گورو ځنگلو کې

ځوانو پېغلو به دا ښار سمبالولو

یا به ناستې له زلمو سره غېـږ په غېـږ وې

سیند پر غاړه په بېشو کې

راز و نیاز د محبت و

ښکلول وو، ځغلول وو

او سپـینږیري مشران به

دېرو کې د چنار سیوري ته ناست وو

تدبیرونه، مرکې وې، مشورې وې

ماشومان به شور زوږ کړو

خړپېدل به په اوبو کې

لوبېدل به یا د دښت د غرڅنو سره

 

***

که به څوک اخته په قهر په غضب شو

یا به زړه د چا غمجن شو

په دې رنځ اخت رنځور و، هم به یې ځان رنځور گاڼه

په دې ښار کې هم یو پوخ حاذق حکیم و

د دې هسې رنځورانو یې علاج کړو.

 

***

انسانانو لاموندلی چـېـرې نه و

غلامۍ د بادارۍ چل

په دې ښار کې، نه هېڅوک د چا مریی و نه بادار و

وینځه نه وه، بي بي نه وه، فرماندار نه و

فرمانداره حقیقي په هغه ملک کې

یک یوازې ماشومان وو

ځکه ـ ځکه خلکو دا شانې باور و

چې کوچنیان له طبیعت سره نږدې دي

د عالم پټ، پټ رمزونو نه خبر دي

رښتیا هم چې ماشومان به پوهېدل ښه

په خبرو د مرغانو ځناورو

د دښتو غرونو رغونو،

دریابونو. ځنگلونو،

ارواگانو سره اشنا وو

دوی خبر وو چې پرته ده چېرته پټه

توره سمڅه هیبتناکه، ناپایانه

رمز اسرار د مغارې ورته معلوم وو

نو دا ځکه په مهم، مهم کارو کې

د کوچنیانو نظریې ته درناوی وو

د کوچنیانو په مسلات به،

غټ کارونو کې تکل شو

نو دا ځکه کله، کله

مشران او ماشومان به غونډېدل ټول

د چنار تر سیوري لاندې په دېره کې

په خندا، خندا په لوبو

غټې، غټې فیصلې به شوې روانې…

(مجروح پوهاند ډوکتور، ځانځاني ښامار، خپرندوی: کابل پوهنتون، ۱۹۹۵ ل ــ ۲۰۱۷ ز، ۸۰ ـ ۸۲ مخونه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply