بلوڅ بیلتونپالو ۳ پاکستاني سرتېري وژلي

0 1,452

بلوڅ بیلتونپالو تېر ماښام د بلوچستان په کيچ سیمه کې د پاکستان د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې پاکستاني سرتیري وژلي، یو یې ټپي کړی او یاده سرحدي پوسته یې سقوط کړې ده.
د بلوچ بیلتونپالو ډله وايي، د دوی ملګرو د کيچ په سنګستان سيمه کې د پاکستاني سرتېرو په پوسته برید کړی، درې پاکستاني سرتېرې یې وژلي، یو یې ټپي کړی او یو تن یې ژوندی له ځان سره بیولی.
سرچینه همداراز زیاتوي، چې پوسته یې سقوط کړې او د پاکستاني سرتېرو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم تر لاسه کړي.
بلوڅ بېلتون پال وايي، اوس مهال د دوی ډله قوي شوې، ډېر شمېر نوي سرتیري ورته جذب شوي او د پاکستان خلاف د ازادۍ جګړه په خورا جوش سره کوي.
دوی وايي، چې تر هغې به د پاکستان پر وړاندې جګړې ونه دروي ترڅو بلوچستان ازاد نکړي.
بلوڅ بیلتون پاله ډله نه یواځې د بلوچستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان د فوځ پر وړاندې جګړه کوي؛ بلکې ډېر کله د پاکستان په مرکزي ساحو کې هم هدفي وژنې تر سره کوي، چې دې چارې د پاکستان حکومت سخت وارخطا کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply