د حقاني شبکې او داعش مشترکه ډله

سیدعبدالله پاچا

0 842

د ملي امنیت زړه ورو ځواکونو تیرو څو ورځو کې په کابل کې د داعش او حقاني شبکې مشترکه ډله چې کابل کې به یې هدفي وژنې او مقناطیسي بمونو کې خلک ترور کول، نیولې ده.

دا د طالبانو د هغو جنایتونو یو بل ثبوت دی چې دا ډله به ترې منکر کیدله، خو اوس ټولو اعتراف کړی چې د طالبانو په دستور یې مشترکه ډله جوړه کړې چې د یو ګډ هدف لپاره سره یو ځای شوي دي.

د دې ډلې نیول کیدل کومه اسانه کار نه و، دا ډله په بیلابیلو ډول او لباس کې د خلکو په منځ کې و او هره ورځ به یې د افغانانو د ترور پلانونه جوړول، چې د ملي امنیت ځواکونو په ډير مهارت سره یو یو پیدا کړل او و یې نیول.

د دې ډلې مسوولیت ویره خپرول او جنایتونه و چې په ډيرو یې اعتراف کړی دی، د دوی د فعالیت سیمه یواځې کابل نه و، بلکې بیلابیلو ولایتونو کې یې خلک ترور کول او وضعیت به یې خرابو.

 دې ډلې اعتراف کړی چې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره یې مالي امکانات د خلکو له تښتونو په لاس راوړل او ډير کسان یې نیولي او تر نیول کیدو وروسته یې د پيسو په بدل کې خوشې کړي دي.

دې ډلې اعتراف کړی چې د جنایتونو مسوولیت یې یوې مجهولې ډلې اخیسته او نور د فعالیتونو قومندان ورته طالبانو ورکوله.

دا د هغې پلان یوه برخه ده چې اندیښنې شته چې د سولې له خبرو وروسته به داعش او حقاني سخت دریځي ډلې یو جلا مرکز جوړوي او جګړې ته به دوام ورکوي، دا دوه ډلې تر طالبانو خطرناکې دي، خو د طالبانو تر قومندې لاندې دي.

د دې ډلو لپاره امکانات د پاکستان ای ایس ای ورکوي او دا یې لومړني کارونه دي چې هدفي وژنې او ترورونه کوي.

که څه هم تراوسه طالبانو د وروستیو هدفي ترورونو مسوولیت نه دی منلی، خو دې ډلې اعتراف کړی چې کابل او نورو ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو او هدفي وژنو کار د دوی و چې قومنده یې له طالب مشرانو اخیستې ده.

که څه هم ملي امنیت د نیول شویو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی خو تصویرونو کې تر لس کسانو ښکاریږي چې نیول شوي دی.

د ملي امنیت ښکاره او پټ ځواکونو څخه به هیڅ تروریستي ډلې او جنایتکاران خوندي نه شي، او حتما ورځ راځي چې تروریستان او جنایت کاران به د دې ټولو حساب ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply