حسن البناء څه وکړل چې په  مليونونو زړونو پاچاهي کوي؟

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

0 718

زه په جرءت سره ویلي شم چې لسګونه کلونه کېږی چې مسلمانانو د شهید امام حسن البناء په شان سړي هغه څوک چې په یو مهال څو ارزښتمندي ځانګړتیاوی لری نه دی لیدلي داسې څوک چې لوړي او روښانه موخې یې دامت او انسانیت دسوکالې له پاره لرلي.
خلکو هغه پېژاند او د هغه په ریښتینولي یې ایمان لرلو او ماهم لکه د خلکو په شان هغه وپیژند که جامع خبره وغواړم دامام البنا اړوند یی وکړم داده چې (هغه په ټول وجود سره یعني (روح او جسم سره) د دالله ج له پاره ژوند کاوو .

نن ۱۲ د فیبرورۍ چې برابره دی د همدغه ستر آنسان د مظلومانه شهادت له تلین سره، غواړم څو لنډې کرښې داسلام د تاریخ د لوري بدلوونکې څېری او دتاریخ د ترټولو ستر انقلابي خوځښت دموسس اړوند ولیکم او هغه بل څوک نه دي مګر قراني شخصیت امام شهید حسن البناء.

۱. حسن البناء دمتضادو فکرونو دترسیم او یوځاي کولو معمار ولو هغه دسیدجمالدین افغان دواکمنانو داصلاح او دشیخ محمد عبده دټولنې د ښوونی او روزنی فکر را یو کړل او یوښکلي پایله یې ترینه اوچته کړه.

۲. هغه به دښمن ته دنبوي (صلی الله علیه واله وصحبه وسلم) دسنت سره سم مخکښي له جګړې څخه د هغه دقناعت کوښښ کولو..

۳. هغه دپراخ عقل، آزاد فکر، روښانه روح، قوي او اوسپنېز ایمان خاوند ولو، هغه د تواضع پاکې ژبي او پاک قلم څښتن وو او خپل ځان یې له دینه ساته چې دسختو ژبو د خاوندانو پر څېر شي.

۴. هغه په مصر کښې د داسې لاروی پر څېر تیرشو کوم چې بیا به بل همداسې لاروی پر دغې لاري تېر نشي هغه چې تاریخ یې جوړ او د امت دویښتیا په لار کښې یې دهرڅه لوري بدل کړل.

۵. هغه وکړاي شو چې له بیلابیلو پرګنو او قومونو سره پرته له هر ډوله ټکر څخه هغوي په نوی نظر روان کړي، هغه نوی نظر که بې له حکمت او هوښیارې وړاندي شوی وایې نو پر ضد به یې ډیر خلک داستعمار او باطلو پر ګټه دریدلي او جنګېدلي وای.

۶. د هغه پر شخصیت کې دسیاستوالو هوښیاري، درهبرانو ځواک، دعلماوو دلایل، دصوفیانو تزکیه، د لوبغاړو ولولې او خروش، دفیلسوفانو معیارونه دویناه کونکو ذکاوت او دلیکوالانو متانت او وقار راغونډ شوی وو.

۷. هغه به د عقل د قانع کولو له لاري احساسات راپاراوه نه د تشو شعارونو او جاهلي چیغو او چک چکو په واسطه.

۸. د مالدارو او فقیرانو ترمنځ یې داړیکو او مهربانۍ بنسټ رامنځته کاووُ د حاکمانو او ملت ترمنځ یې دتسلط نه بلکې دمسولئت ځواب ورکولو او رسالت اړیکه تنظیموله.

هغه له ابوبکر صدیق ( رضي الله عنه) څخه دبښنې له حضرت عمر (رضي الله عنه) څخه دسختي او مقاومت له حضرت عثمان بن عفان (رضي الله عنه) څخه یې د شهادت او یوالې له حضرت خالد بن ولید(رضي الله عنه) څخه یې د تنظیم او نبوغ له حضرت له علی(رضي الله عنه) څخه یې د علمیت او تواضوع زدکړه کوله.

۱۰. هغه ددعوت ونه وکرله او دقران پر اوبو یې خړوبه کړله چې د نوموړی له مرګه وروسته له وچېدو بیا راشنه شوه او وځلیده.

۱۱. د هغه موخه ارمان شهادت او د کاروان روزلو څخه موخه داه وله چې ختیځ باید د دنړۍ له پاره یوداسې نوی تمدن رامنځته کړې هغه چې له لویدیځ تمدن څخه په هره بڼه غوره وی او دروح او مادی له ګډون څخه د اسمان او ځمکي له یوالی څخه رامنځته شوی وی.

۱۲. هغه به ویل چې اسلام یو داسي نفساني قوت دي چې دشرقیانو پر ضمیر کښی پټ پروت دی، او هغه کوالي شی چې د دوی مړاوي روحونو ته د ژوند ساه ور وبښي هغه چې بیا به پرځمکه کې لکه د احد دایمان پر رسیو دګنډلیو غازیانو په څېر خپل ورک ویجاړ او ټوټه شوی وجود رامنځته کړي.

۱۳. په پای کښې هغه په داسې حال کې له دی نړۍ څخه سترګې پټي کړي کوم چې له استعمار سره پر مبارزه او جهاد کښې د شرق دامید سترګې د همده پرلور وی، ترڅو هغه هیله مندی چې شرق یوه داسي مصلح ته لرله ترڅو وکړای شي چې دهغوی ګډوډ او استعمار پاشلې صفونه یوځل بیا لکه د تبوک د غزا پر شان د خالید بن ولید پر څېر سره برابر او منظم کړي او امت د ژوند او عزت له کاروان سره پر روح او جسم ملګري کړي.

ولې داسي ونه شول د وخت ټولو ښکیلاګرو صهیونیسټې، غربي، اروپایې سيکولران ان او این کړېو د وخت د مستبد او جنایتکاره رژیم پر مرسته یې د دی کاروان له سره رابیل او پر بي رحمانه توګه یې د ټولو تاریخي تهذیباتو او درنښتونو خلاف د ده پر هیله او یوازني موخه شهادت ورساوه هغه مقام چې زما پر ګډون هر مومن مسلمان یې هیله لري.

هغه شهید شو پر شرق کې سمدستي د عزت پر لور د روښنایې ډیوه مړه شوه استعمار او مزدورو ګوډاګیو کړېو چې د شیطان دلښکر اساسي ارکان دي سره مل شول او ټول سرحدونه یې دخپل فطري وحشي طبیعت پر اساس سره ټوټه ټوټه کړل، هغه چې نن یی په سترګو او ټولو حواسو لمس کولای شو.

اما یو څه چې شهید امام حسن البناء یې پر لار کښی جدجهد او مبارزه کوله هغه دامت ویښتیا یوالی او دښکیلاک پر وړاندی دایمان پر رڼاه کښې دبدلون دلسیزی پرلور تګ دي هغه چې د ټولو دسایسو پر شتون کښې ان شاءالله د بریالیتوب پرلور روان دی
انالله واناالیه راجعون

روح دې ښاد ا و ټول امت دی زما او زما د کورني دوستانو په ګډون د دغه ویاړلي مجاهد او دعوتګر لاروی وی.
په درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply