بلوڅ بیلتونپالې ډلې ۴ پاکستاني سرتیري وژلي

0 758

(دوشنبه د دلوې ۲۷) بلوڅ بیلتونپالې ډلې د مشکي په تنک سيمه کې د پاکستاني عسکرو یو موټر په بم الوځولی، چې څلور پاکستاني سرتیري په کې وژل شوي دي.
د یادې ډلې ویاند مېجر ګهرام بلوڅ وايي، ملګرو یې د پاکستانې عسکرو موټر ته ماین ځای پر ځای کړی و او څلور پاکستاي عسکر یې له منځه وړي.
نوموړي ويلي، چې د پاکستاني عسکرو یو موټر چې په ګزمه وتلی و، د دوی له لوري په بم الوځول شوی.
ګهرام وايي که پاکستان حکومت د بلوڅ بیلتون پالې  ډلې غوښتنې ونه مني؛ نو د دوی له لوري پیل شوي بریدونه به له سیمو ښار ته راشي، چې بیا به یې د پاکستان حکومت د کنټرول توان نه لري.
یاده ډله، په داسې حال کې د پاکستاني سرتېرو موټر په بمو الوځوي، چې تیره اونۍ یې هم د بلوچستان په سرحدي سیمه کې د پوځیانو یوه پوسته سقوط کړې وه او له لسو ډیر پاکستاني سرتيري یې  پکې وژلي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply