دیموکرات پلار

عبدالوکیل سوله مل

0 1,138

لکه په لاس ېې چې خوله ولګوي ،زرېې له ملګری لاس آزادکړ.خوله ېې ورنږدې کړه، په غوږ کې وروپڅیده .څنګ ته وکښیده:

ـ خبرې بس کړه ، دروړاندې شه !

ملګری ېې هک پک شو، مخ ېې ورواړاوه، سترګې ېې رډې ورونیوې:

ـ ولې ،څه خبره ده ؟

سترګې ېې دمترو د ډبې دروازې ته ونیوې:

ـ د پلار ملګری مې راننوت .

ملګری ېې خبره بابیزه وګڼله ، وي وخندل :

ـ نو څه !؟

دفریبا تندی ګونځې شو، ملګری ېې پورې واهه:

ـ زه هر ځل تا ته خپل ارزښتونه نشم تشریح کولی .

ملګری لکه هیڅ ېې چې نه وی اوریدلی ،بیرته ورنږدې شو. فریبا په منډه دمیترو د ډبې بلې څنډې ته

لاړه . په تشې چوکۍ کښینا سته . سترګې ېې له ملګري په قهر واړولې . هغه لور ته ېې نورنه ور کتل . تربل تمځایه ېې سترګې ځوړندې ونیوې . میترو ودریده . سورلۍ یو په بل پسې کیوتې . شاو خواېې نظر وزغلاوه . ډبه تشه وه . ملګری ته ېې په ناز وروکتل . هغه هم د باد په څیرراغی، تر خوا ېې کښیناست . په غیږ کې ېې ټینګه ونیوه :

ـ ولې زما ګرانې !

ـ ته نو نه پوهیږې ،که هغه مې پلار ته ووایی !

ـ نو څه ؟

ـ څنګه څه ؟ پوهیږې دا ما ته په کومه بیه تما میږی ؟

ملګری يي يه ورو زنې ته لاس وروړ:

ـ نو تا خو راته وویل چې هغه ډیر روښانه  او دیموکرات  دی !

فریبا سر وخوځاوه :

ـ مهربان او دیموکرات دی، خو د ښځې په خوښه د ملګری په انتخاب کې لا هم زاړه ارزښتونه پا لي

ملګری ېې ټوپ وهل:

ـ دا څه وایی نو څنګه هغه ورځ پخپله د یوې ځوانې ښځې سره ناست و؟

 لکه په مترو کې چې دننه  بم وچوي فریبا وریږدیده ، خوله ېې وازه پاتې شوه، له ځایه نیغه رايورته شوه ، د ډبې بل سرته لاړه ، بیرته لکه سودا چې وروولیږی راوګرځیده ، د ملګری سرته ودریده، په سر ېې لاس ور کیښود؟

ـ دا څه وايي، چیرته ؟

ـ په یوه بار کې ؟

ټکان ېې وخوړ،غاښونه  ېې وچیچل :

ـ څه ېې کول ؟

ـ ملګری یی  ورپاڅید ،په غیږ کې ېې ټینګه ونیوه . له مخه ېې توده مچکه واخیسته :

ـ ما او تا دا اوس څه کوو؟

فریبا لکه ستنه ېې چې وچوخوي ، شا ته ټوپ کړ .

ـ ته رښتیا وايي ؟

ملګری ېې راشاته شو، ځان ېې راټول کړ :

ـ  خود ، زه درواغو ته څه اړتیا لرم ؟

ـ زه پوهیږم ته درواغ نه وایی ، خو تا مې پلار چیرې لیدلی؟

ملګری ېې موسکی شو.

ـ ولې هیر دې شو چې یو کال مخکې دده د دغه ملګری په څیرپه همدغسې میترو کې راوخوت اوته همدغسې رانه بې مخښه ښې غیبه شوې .

هغه له غوسې سره راواوښته . په سترګو کې اوښکې ډنډشوې . ملګری ېې د اوښکوډکو سترګو ته په ځیر وکتل. زر يي غیږ ته رانږدې کړه.

ـ وبخښئ ، که  خبر وایی دا خبرمې نه درکاوه .

فریبا یی لاس په لاس کې ونیو .

ـ نه تا ښه وکړه .

څنګه ؟

ځکه چې اوس دې ما ته جواز راکړ :

ملګری ېې له خوښۍ ټوپ واچاوه :

ـ د څه شي جواز؟

فریبا ېې غیږ ته ځان ورنږدې کړ :

ـ له تا سره دنا وخته پاتې کیدو.

فریبا بیرته راشاته شوه:

ـ پوهیږې زه ستا په سترګو باور لرم خو زړه ته مې نه ولیږي چې هغه به زما له مورسره خیانت کوي؟

ملګری ېې حیران وروکتل؟

ـ ولې داسې فکر کوې ؟

ـ ځکه چې هغه عادی سړی نه دی ، پیژندل شوی مدنی فعال او د یو مخکښ سياسي ګوندمرستیال دی.

ملګری يي وخندل ، دلاسونو پړکا ېې پورته شوه؟

ـ تاته لکه چې د بیل کلنتن او د هغه دسکرترې (مونیکا لوینسکي) دسیکسی اړیکو کیسه نه ده معلومه ، پوتین څنګه د یوې ځوانې نجلۍ سره دمینې تار وځغلاوه او خپله وفاداره میرمن  لودمیلا ېې له دیرش کلن ګډ ژوند وروسته په ډاک میدان پریښوده  .

ملګری ېې د ګڼووتلو سیاسي رهبرانو او واکمنانو لکه نا پلون بنا پارت ، هټلر او نورو د سیکسی ژوندانه ګڼ داستانونه یو په بل پسې قطار کړل . خو فریبا ېې زر په خولې لاس کیښود:

ـ بس ،بس ،بس ….. سیاستمداران مه یادوه  ، هغوی ټول بې وجدانه دي . هغوي چې خپلوهیوادونو او اولسونو ته په خیانت نه شرمیږی ، میرمنوته د خیانت څه پروا لري ؟!

ملګري ېې په ولي لاس کیښود:

ـ سیاستمداران مې ځکه بیلګې راوړلې چې تاد پلارد ګوند وویل .

فریبا سترګې پټې کړې ، سرېې په دواړو لاسونو کې ټبنګ ونیو، له اوښکو ډکې سترګې ېې پرانیستې ، ملګري ته ېې وروکتل :

ـ پوهیږې ، اوس دې یوه بله سودا راواچوله !

ـ ولې ؟ د څه شي؟

ـ د مور

ـ هغه څنګه؟

ـ  هغه دا چې که ورته ووایم ، زړه به ېې له خفګانه وچوي؟

ملګری ېې ته ېې دا خبره بې معنا وبریښیده ، لکه هیڅ څه چې نه وی پیښ شوي:

ـ نو څه ؟ خو طلاق به واخلی ، له خاین میړه ، خو صادق ملګری سل ځله ښه دی.

فریبا له ځایه بیا را پورته شوه ،پاس اوږده اوسپنه ېې په لاس کې ونیوه . ده ته مخامخ ودریده:

ـ تا ته دا اسانه ښکاري؟

ـ خود ، ته پوهیږې پلارمې هم مورپه مینه کړې وه خو د واده څو کلونه وروسته ېې زما مورته شاه کړه او له بلې سره ېې تار وزغلاوه .

فریبا ټوپ وهل :

ـ رښتیا ، بیا دې مور څه سزا ورکړه ؟

ـ همدا چې وپوهیده په لغته ېې وواهه اوبل میړه ېې وکړ.

لکه په زړه ېې چې د غم لویه څپه راشي، لویه ساه ېې وویسته :

ـ ای کاش که مې مور ددې توان درلودی !

ملګری ته ېې فکر ورولوید:

ـ چې پلار دې دا توان لری مور ولې؟

ـ پلار به مې لاړشي بله ځوانه ښځه به وکړي .خو مور خواره ………

لکه خبره چې ېې ستونې کې وچه شي غریو ېې ونیسي.

د ملګری اکر يي هم خراب شي ،په غیږه کې  ېې ونیسي ، په تندی ېې ښکل کړي.

وبخښه ګرانې !

فریبا لکه خولې ته چې ېې کولپ ورواچول شي هیڅ ونه ویل . میترو ودریده . دواړه کیوتل او تر ناوخته سره وګرځیدل .

لندن ـ انګلستان

دشپې یولس بجې

د ۲۰۲۰میلادي کال د می ۳۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply