د ښار سرود

نور محمد لاهو

0 987
ښار په خپل قبر ولاړ دی
د سرو وینو آیینو کې
د خپل دنګ قامت شیشې یې
رڼو سترګو کې ماتیږي
ښار په خپل قبر ولاړ دی
تږې ګوتې د ګورکنو یې
د هر زخم له منځه
طلايی غنم راباسي
ښارخولو کې د ګورکنو
تراوږو پورې خښ شوی
هر ترکاڼ یې له خوښیو په نڅا دی
چی د هرتابوت له څنډې
پرې طالع او پیسې څاڅي
+ + + +
ښار له لیرې نه
لاسونو ته خپل ګوري
چې پیریانو
په تابوت کې ترې کولپ کړي
سیوري
څنګ په څنګ ولاړ دي
د کوترو یو لوی خیل هم وسره دی
ښار روغبړ نشي کولی
ښکلې غیږه یې
پیریانو ترې پرې کړې
چې ناره یا د آذان یا بسم الله شي
ورسره تورې لښکرې
د پیریانو راپیدا شي
د چینار د پاڼو شانتې
د ښار زړه په رپیدا شي
+ + + +
ښار مجرم دی ګناهکار دی
ښار کرلې په لمنه کې ډوډۍ وه
هم ټومبلي یی شملې پورې غنم و
نو خو ځکه
د لمبو جیل کې بندي دی
+ + +
ښار په رډو سترګو ځير دی
چې ښاریانو خپل ځانونه په شا کړي
غواړي وتښتي له مرګه
هلته لیرې څو میږیان یې
په کاواکو
قدمونو پورې خاندي
+ ++ +++++
ښار و وږی
د ملا تیر پورې یې خیټه وه شنه شوې
ښار
اوس چیغې خورې د میندو
او د هغه بوډا ویر یې په رګو کې تغذیه کیږي
چې د ځوان بچي تابوت یې په شا کړی
توره شپه ده
او د وینوپه باران کې
لمده ځمکه یی پښو څخه ښوییږي
+ + + + +
ښار غوښتل چې د ډبرو په قفس کې
دا ویده سیوري راویښ کړي
د ښار ژبه شوه ورسته له ډيرو چیغو
خو د کهف یاران ویښ نشول
په دې ډير فصلونه وشول
ښار هماغسې له چیغو تش لاسونه
په سره اور باندې ګڼدلي
د ډبرو منځ کې سیوري
خواږه خوب کې
لا د حورو له سینو نه
د انارو اوبه زبیښي
+ ++++
ښار جامې د اوراغوستي
له بادونو سره ناڅي
او په ټنډه یی عکسونه
د خدایانو لاهم رپي
کوم ناشنا میلمه رادومي
کبابونه له آسمانه
د مرغانو راوریږي
+++
او سپوږمۍ د ښارخوبونو کې ویده شوه
شګوفې
لکه زړې پیغلې په کور
په بکارت
نورې شرمیږي
+ + + + + +
هغې پیغلې
چې ښایست یې
لکه سوی چاکلیټ بوی کا
په ټول ځان باندې یې
وږي د غنمو
رسم کړي .
خدایه ! ستا نیمه نړۍ
خپله خوږه مچکه پلوري
په یوې سړې ډوډۍ
خپله توده مچکه پلوري
ـــــــــــــــــــــــ
قبرکن : ګورکن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply