د امریکا دفاع وزیر: د افغانستان په اړه باید په ګډه پرېکړې او عمل وکړو

0 1,036

ټاکل شوې، چې نن د بلجیم پلازمینه بروکسل کې د ناټو هېوادونو دفاع وزیران افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور په اړه ناسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین په بروکسل کې د ناټو وزیرانو ترسره کېدونکې غونډې ته د امریکا د دریځ په اړه پر خپل ټويټر لیکلي، چې امریکا د افغانستان لپاره ښکاره دریځ لري.
نوموړي لیکلي: “ د ناټو وزیرانو په غونډه کې امریکا خپل ښکاره پیغام لري، مونږ باید په ګډه سلا وکړو، په ګډه پرېکړې وکړو او په ګډه عمل وکړو”.

که څه هم ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه لاهم پرېکړه نه ده کړې؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې ښايي پوځیان یې د حالاتو تر سمېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي پاتې شوي او د دوی سرتیري به په افغانستان کې له ټاکلې نېټې وروسته هم پاتې شي.
باید یاده شي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر تېره ورځ  د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یو لیک کې لیکلي وو، چې طالبان لاهم د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply