!!د پښتنو سیاسی رهبران ته د یووالی درخواست

اخترمحمد یوسفی

0 1,107

که خان یی په یاران یی، که یارانً نه وی توری خاوری د بیابان یی.
درانو پښتنو مشرانو، د قدر وړ د ستر شهید صمد خان زوی ښاغلی محمود خان اڅکزی صاحب، ښاغلی اسفندیار ولی صاحب د فخرافغان پاچا خان لمسی ته، دا د پښتنولی د قام د یوالی د ګډی مبارزی درخواست دی. پدی حساس وخت کښی خپل پلونه او اړیکی د قام سره مه ورانوی، د قام د د ښمنانو سره (پاکستانی ظالم پوځیان) سره خپل اړیکی او مزی پری کړی. د لر او بر پښتانه د ملا فضل الرحمن، سمیع الحق زوی، د بوټو او د نواز شریف د ګوندونه څخه دا کیله نه کوی. وړانګه لوڼی، ثنا اعجاز او پښتنو نور مبارزی میړنی، د پښتون قام زړور بچیان چی اوس د پی. ټی. ام په لیکو کښی ولاړ دی ستاسو اولادونه او لمسیان دی. همدا اوس د پښتنو د قامونو بچیان لوی او واړه، خویندی، میندی د پاکستان د آئین سره سم د خپل قام د حق دغوښتلو لپاره د مبارزی په ډګر کښی په کلکه ولاړ دی. مګر تاسو د پښتنو مشران چی د شهید صمدخان او او فخرافغان پاچا خان زامن او لمسیان یاست، د قام په بده ورځ کښی چیرته یاست؟

د پاکستان جابر ظالم پوځیان د پښتونو بچپان وهی، ټکوی او بیګناه یی و جیلونو ته اچوی، مګر تاسی هیڅوک هم په دوربین کښی د مبارزی په ډګر کښی د قام سره نه وینی. که چیری د پښتون د قام زور نه وی، باور ولری چی اسلام آباد اسامبله خو لا څه کوی، چی آی. اس. آی به تاسی په خپلو کورونو په کوټه او مردان کښی لاهم نه پریږدی.

 مشر محمود خان او اسفندیار ولی صاحب د پاکستانی پوځیانو کړنی د آئین خلاف او شرمه څخه ډکی خبری دی!  

*- پاکستانی پوځی واکداران او پولیس د پښتنو د سولیز غونډو څخه چی د پښتنو د تحفظ غورځنګ (پی. ټی. ام.)  لخوا په خيلو سیمو کښی د مینونه د پاکولو او د هدفی وژنو دریدل غواړی، مخنیوی کوی، پاکستانی جابر پوځیان تر اوسه یی د پی. ټی. ام. څلویښت تنه زیات بیګناه د پی. ټی. ام.مشران او غړی نیولی او جیلونو ته یی اچولی دی.

*- علی وزیر سره لدی چی د پاکستان د قامی اسامبلی برحاله غړی هم دی، د آئین له مخی دی قانونی مصونیت لری، علی بیګناه دی، پاکستانی پوځی واکداران او پولیس یی د خړ کمر د شهیدانو د کلیزی و غونډه ته پری نښودل، بیله کوم بیګناه د هغه و لاسونو ته یی زولنی وراچول او کراچی جیل ته یی وړی دی.

 *- ملا بهرام لکه زمری ځان سره چی لدی دپاکستانی د پولیسو چیک پسنونه معانعت کول د بیګناه هزاره وړونو شهیدان ماتم او ‌اعتراضی غونډی ته نه پریښودل مګر دی ځان د ماتم غونډی ته رسولای ؤ.
*- ثنا اعجاز ستاسو د لور او د لمسی پر ځای دی، ثنا د پیښور څخه په بس کښی ژوب ته راځی چی د پښتنو میرمنو او خوندو ته کتابتون پرانیزی، مګر پاکستانی پوځی واکداران او پولیس یی حتی و تش خبرو ته هم نه پریږی.
ستاسو پلرونه او نیکه ګانو د قام د دفاع د پاره د انګریزانو جیلونه کاټول، تاسی د پاکستان په اسامبلی کښی د پښتون قام په رایو باندی د غړی په توګه  ناست، مګر د خپل قام د عدالت غوښتنی ږغ هم نه پورته کوی ولی؟
*- که چیری تاسی همدا اوس د پی. ټی. ام. څخه په میړانه ملاتړ ونګړی، او د پی. ټی. ام. د تحریک سره اوږه په اوږه د قام د حق او عدالت د غوښتنو دپاره ونه دریږی، نو هغه ورځ به هم لری نه وی چی پاکستانی کرنیلان مو له لاس څخه نیولی د اسلام آباد د اسمامبلی څخه وباسی. د کوز پښتونخوا د پښتنو مشرانو او د پی. ټی. ام. له ملکرو څخه دا هیله کوؤ چی د قام دمشران لخوا دا د پښتنو د یوالی درخوست د ښاغلی محمودخان او اسفندیار ولی سره شریکه کړی. سوله د پښتنو یوالی او مبارزی پوری تړلی دی. راځی چی ټول د پښتون قام  لر او بر د حق، امن او د عدالت ږغ د پاره سره یوځای ودریږو. تر څو چی ټول لر او بر پښتانه او افغانان اولس د پاکستان د پوځیانو دهشتګرو د ظلم پر ضد لاسونه سره ور نه کړی، سوله او امن به زموږ پلرنی ټاټوبو ته هیڅکله رانشی.

 معزز مشرانو او ګران ملګرو مننه.
تل او ژوندی دی وی پی. ټی. ام. د قام د عدالت ږغ.
په درنښت یوسفی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply