طالبانو یو ځل بیا عام خلک برمته کړي

سیدعبدالله پاچا

0 732

د راپورونو له مخې، طالبانو د دلوې میاشتې په اتمه نیټه د زابل له لوی لارې ۱۰ مسافر له سړک ښکته کړي او نامالوم لور ته یې بیولي دي.

تراوسه نه ده مالومه چې طالبانو ولې لس مسافر یرغمل کړي او نامالوم لور ته یې بیولي دي، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چي طالبان په دې ډول کارونو سره قومي، مذهبي موضوعاتو ته لمن وهي او تر څنګ یې د خلکو په برمته کولو سره مالي او سیاسي نامشروع هدفونو ته ځان رسوي.

طالبانو تیرو کلونو کې هزاره په دې نوم یرغمل کړل چې ګنې هزاره او شیعه ګان دي، تاجک یې د تاجک په نوم یرغمل کړل او زیاتو مواردو کې یې پښتانه په پښتونولۍ یرغمل کړ او نوم یې ورته داسې وکړ چې ګنې د بل قوم خلکو تښتولي دي.

طالبان په دې ډول کړنو سره غواړي چې قومي او مذهبي مسایل راپورته کړي او دوی ترې سیاسي ګټه پورته کړي.

خو طالبان تراوسه په دې ټولو پلانونو کې ناکام شوي دي، ځکه له نیکه مرغه اوس افغانان ښه یووالی لري، ملي ادارې لري چې کولی شي د دې ټولو دسیسو مخه ونیسي او یا پرې خلک خبر کړي.

طالبان ډیره کله خلک د پيسو لپاره یرغمل کوي او بیا چې کله پيسې ترلاسه کړي، بیرته یې خوشې کوي.

دا چې تازه طالبانو خلک تښتولي دي، مالومه نه ده چې د کوم هدف لپاره یې یرغمل کړي، خو ډير کله طالبان د کابل ـ هرات لوی لارې ته راوځي او له موټرو خلک یرغمل کوي او بیا یې د پيسو بدل کې خوشې کوي.

طالبان ډير کله له داسې موضوعاتو منکر کیږي او ډير کله خو یو کس څخه ویډیو وکړي چې د غلا په تور نیول شوی دي، خو اصل کیسه دا ده چې د طالبانو ټولو وسله والو وسله د پيسو لپاره اخیستې ده او کله هم چې پيسې ورسره خلاصې یا کمې شي، بیا هر هغه کار کوي چې دوی ته پکې پيسې په لاس ورځي.

د طالب په لیکو کې دومره مرداري ده چې اوس ترې په لوړه کچه طالبان هم خبر دي، خو دا چې دا یې مجبوریت دی، څه ورته نه وایي، ورنکارو ډلو یې ورانکارۍ ته دوام ورکړی دی.

که طالب قومندانان او مشران یې خپل وسله والو له غلا او باج ګیرۍ راوګرځوي، یوه ورځ وسله هم نه ګرځوي، ځکه د دوی ګټه په دې کې ده چې له دې درکه پيسې لاس ته راوړي، که پيسې نه وي، یوه ورځ هم د طالبانو لپآره جګړه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply