د آلمان حکومت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموريت تمديد کړ

0 749

د آلمان حکومت د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ماموريت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې وغځاوه. خو د آلمان پارلمان هم بايد دا تائيد کړي.

د آلمان د فدرالي حکومت د کابينې غړيو پرون، چهار شنبه  په افغانستان کې د دغه هيواد د عسکرو د ماموريت موده د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې وغځوله.

د دې ماموريت د غځولو دليل دا دی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پلان شوی اخراج ښايي د روان کال د می تر لومړۍ نیټې پورې ترسره نه شي ځکه د افغانستان د سولې خبرو اترو پرمختګ نه ده کړی او ښايي ډېر وخت دوام وکړي.

د ماموريت د غځولو دا پريکړه بايد د «بوندستاګ» يا پارلمان له خوا هم تائيد شي. په افغانستان کې د آلمان د پوځ د روان ماموريت موده د مارچ میاشتې په پای کې ختمیږي.

آلمان اوس مهال د افغانستان په شمال کې د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې څه نا څه ۱۱۰۰ عسکر لري. د ناټو د دغه ماموريت د ټولو عسکرو شمير نږدې ۱۰زرو ته رسيږي.

د آلمان حکومت د ماموريت د غځولو دا پريکړه په داسې حال کې کړې چې ناټو همدا يوه اوونۍ تر مخه په خپله غونډه کې ويلي چې په افغانستان کې د خپل ماموريت د راتلونکي په اړه يې «وروستۍ پريکړه ونه کړای شوه.»

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ ويلي ول چې دا ائتلاف د افغانستان د ماموريت په تړاو «له يوه ستونزمن حالت» سره مخ دی.

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن حکومت هم پر دې غور کوي چې می مياشتي تر لومړۍ نېټې د خپلو پاتو ۲۵۰۰ عسکرو په ایستلو سره له طالبانو سره د دغه هيواد توافق ته ژمن پاته شي او که په افغانستان کې په پاتېدو سره د وسله والو طالبانو د خونړي ګوزار خطر پر ځان ومني.

ستولتنبيرګ ټينګار وکړ چې طالبان له امريکا سره په کړيو ژمنو بايد ودريږي چې د بين الافغاني خبرو پرمختګ، د تاوتريخوالي کمول او له «نړيوالو ترهګرو ډلو» سره د تماس پرې کول پکې شامل دي.

د ناټو غړي هيوادونه په بې صبرۍ سره د افغانستان په اړه د بايدن پريکړې ته په انتظار دي او که چېرې امريکا په افغانستان کې د پاتيدو فيصله کوي نو دوی هم غواړي خپل ماموريت ته ادامه ورکړي.

خو د آلمان په پارلمان کې يو شمیر ډلې په ځانګړي توګه د آلمان ليبرال ګوند «اف ډي پي» او کيڼ اړخه ګوند په دې وروستيو کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو تر شل کلن حضور وروسته د وتلو د تګلارې له پاره غږ پورته کړی دی.

دا چې په افغانستان کې د ناټو د حضور په اړه لا روښانتيا موجوده نه ده، نو دا نوی ماموريت په سپتمبر میاشت کې په آلمان کې تر عمومي ټاکنو څو مياشتو وروسته پورې مودې ته غځول شوی. نوی حکومت به بيا د راتلونکي په اړه پريکړه کوي.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply