د جرمني ستري محکمې د افغان مهاجرو اخراج وځنډاوه

0 842

د جرمني ستري محکمې په یوه عاجله پروسه کي د افغانانو پلان سوی اخراج د مؤقت وخت لپاره متوقف کړ. افغانستان ته وروستی ډله ایز اخراج د همدې فبرورۍ میاشتي پر ۱۰ مه سوی ؤ.

د جرمني د ستري محکمې د فبرورۍ د نهمي په یوه فیصله کي، چي پرون جمعه (د فبرورۍ ۲۶ مه) خپره سوه، راغلي، چي د شلیسویګ هولشټاین اداري محکمې د دې قضیې سره تماس ندی نیولی، چي د کرونا وبا تأثیرات دي په افغانستان کي وڅیړي. یعني دا چي د افغانانو د اخراج په صورت کي به دهغوی حالت څه ډول وي.

د ستري محکمې په فیصله کي راغلي دي، هغو هیوادونو ته اخراج، په کومو کي چي حالت دایمي مخ پر خرابیدو وي، چارواکي او محکمې باید د «موجوده واقعي حالت څخه خبر سي.»

د ستري محکمې قاضیانو ویلي، چي یوه هیواد ته د اخراجیدو د تصمیم نیولو پر وخت باید سړی د هغه هیواد د موجوده اقتصادي وضعیت او پر اخراج سوو مهاجرو باندي د هغه تأثیرات وڅیړي، چي آیا هغوی بېله فامیلي ملاتړ او یا نورو امکاناتو څخه خپل ژوند پر مخ بیولای سي.

په عین وخت کې د جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت اداري عالي محکمې بیا حکم صادر کړی او ویلي یې وه، چي د کرونا د بحران په نتیجه کي د غربت په تشدیدو سره حتی د هغو افغان مهاجرو اخراج، چي جوړ او د کار کولو قابلیت او توانايي لري، هم باید متوقف سي.

دغي محکمې د فبرورۍ میاشتي پر دریمه د یوه افغان مهاجر تر اقامې دعوا وروسته د کرونا بحران د عواقبو په دلیل افغانستان ته د پناه غوښتونکو اخراج تر یوه نامعلومه وخت پوري رد کړی ؤ.

ستري محکمې اوس په غیر مستقیم ډول سره د بادن وورتمبرګ ایالت د اداري عالي محکمې دغه فیصله تاييد کړه او ویلي چي عارض افغان د خپل ژوند مخته بیولو پخاطر د خپلو دوستانو ملاتړ ته ضرورت لري. خو دا توضیح سوې نده، چي ایا هغه دغه کومک په لاس راوړي او هم ورته د اخراجیدو په صورت کي کوم خطر موجود ندی.

ځکه نو د ستري محکمې قاضیانو ویلي دي، چي د دغه افغان اقامه دعوه باید وڅیړل سي او تر هغو پوري یې د افغانانو اخراج په موقت ډول سره متوقف کړ.

د ۲۰۱۶ م کال راهیسي له آلمان څخه د رد سوو افغان مهاجرینو ۳۶ ډله ایز اخراج تر سره سوی، چي وروستی یې د همدې فبرورۍ میاشتي پر ۱۰ مه و.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply