جرمني:اوکراین ته داسې وسلې ورکوو چې زموږ پوځ یې هم نه لري

723

جرمني:اوکراین ته داسې وسلې ورکوو چې زموږ پوځ یې هم نه لري

د جرمني لومړي وزير ويلي، اوکراين ته د وسلو د ورکړې ژمنه يې پر ځای ده او داسې وسلې به ورکړي چې ان د جرمني پوځ يې تر اوسه نه لري. د جرمني لومړي وزير اولاف شولټس کاناډايي ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې ته ويلي، له راکټي او دفاعي سيستمونو نيولې تر ماينونو او نورو وسلو پورې، هر څه چې ورسره وو اوکراين ته يې ورکړي دي. هغه ويلي په وروستيو کې يې د اوکراين له پوځ سره د خورا پرمختللو وسلو، راکټي او دفاعي سيسټمونو د مرستې پرېکړه کړې او په وينا يې دا سيسټمونه دومره نوي دي چې ان د جرمني خپل پوځ يې هم تر اوسه نه لري. شولټس ويلي، د اوکراين پوځ د يادو وسلو او سیسټمونو د کارولو لپاره زده کړو ته اړتيا لري چې جرمني به په دې برخه کې هم ورسره مرسته وکړي. د جرمني لومړی وزير په داسې حال کې اوکراين ته د وسلو د ورکړې په برخه کې پر خپلې ژمنې ټينګار کوي چې روسيې تر دې وړاندې لويديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې اوکراين ته تلونکې وسلې به يې مشروع هدفونه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.