جرمني په افغانستان کې له داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته کوي

0 676

جرمني له تېر ۳ کلونو را په دېخوا په افغانستان کې د جګړې له کبله د بې ‌ځايه شويو کورنيو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د يادو کورنيو د بیرته ځای پر ځای کولو په موخه يې له افغانستان سره د مرستې او همکاري پرېکړه کړې.
په کابل کې د جرمني سفارت د ياد مطلب په خپرولو سره ويلي، چې ډير تمرکز به یې د بې ‌ځايه شويو کورنيو لپاره پر لومړنيو مرستو وي، چې د استوګنځيو جوړول، د څښاک اوبو رسول او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی پکې شامل دي.
جرمني وايي، چې روان تاوتريخوالي د عامو افغانانو ژوند زيانمن کړی او له همدې کبله دا مهال تر ۲ ميليونه افغانان ځان ته د سرپنا پيدا کولو په لټه کې دي. دې هېواد ټينګار کړی، چې ياد شمېر افغانان بايد د سرپنا ټول امکانات ولري او په دې برخه کې له افغان دولت سره دغه تازه مرستې هم د بې‌ ځايه شويو افغانانو د بېرته ځای پرځای کولو پروسې د اسانتیا په موخه کوي.
په مطلب کې نه دي ویل شوي، چې د بې ‌ځايه شويو افغانانو د بېرته ځای پرځای کولو پروسې لپاره يې څومره بوديجه ځانګړې کړې؛ خو زياته کړې يې ده چې دا کار به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په ګډه او همغږۍ ترسره کړي.
له دې مخکې هم جرمني هېواد له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply