روسیه: افغانستان کې د طالبانو د بیا راتګ ملاتړ نه کوو

0 893

روسیه په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ سره موافقه نه ده او نه غواړي، چې یو ځل بیا دې په یاد هېواد کې طالبان په واک کې برخه ولري.
د  بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان اوس په سیمه کې د روسیې لپاره تر ټولو مهم هېواد دی او نه غواړي، چې هلته دې اسلامي جمهوریت د طالبانو په پخواني امارت بدل شي.
نوموړي د طالبانو هغې غوښتنې ته چې د مشرانو نومونه یې باید له تور لیسته وویستل شي ، په اشارې ویلي، چې طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې اړین پرمختګ وکړي او تاوتریخوالی دې کم کړي، ترڅو یې نومونه له تور لیست څخه ووځي.

حنیف اتمر تېره چهارشنبه روسیې ته په څلور ورځني سفر تللی، چې هلته یې د یاد هېواد له بېلابېلو مشرانو سره کتلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply