!راشه کنه مرم درپسې

عطاءالله ځواب

0 2,653
د ښاغلي نور محمد لاهو نوی ناول دی، چې له حقيقت او تصوير څخه ډکه کيسه ده.
که يې لولې ته به وايې لکه کوم فلم ته چې ناست يم، د هرې پاڼې له اړولو سره ناول لا ښکلی کېږي.
د يو افغان خارج ته د تګ کيسه کوي، خپلې د تره لور سره يې مينه وي، هغې سره يې وعدې کړي وي چې تا به غواړم، لاره کې پرې يوه بله افغانه جلۍ مئينېږي، هغلته د نورو افغانانو وضعيت يې راخېستې، خپل تره يې ډېر بد يادوي خو کله چې ورته د پيسو د ورلېږلو ياده کوي؛ نو د تره خوی يې بدلېږې او دعاوې ورته شرو کوي.
هلته چې په دې کومې سختۍ تېرېږي او کوم تکليفونه چې ګوري، دا به د هېچا په چا پيرزو نشي، ناول په ډېره ساده او کليواله ژبه ليکل شوی.
ډېر ناولونه او کيسې به مو لوستي وې خو کومه ژبه او د درده ډکه کيسه چې نور محمد لاهو صيب ليکلې وبه يې نه وينئ.
ډېر خوشاله شوم چې داسې يو ناول مې ولوست.
هغه خلک يې بايد ضرور ولولي چې د خارج په خوبونو کې ډوب دي او ورته د تګ کوښښ کوي.
نور څه پرې نه وايم؛ خو دومره وايم چې نور محمد لاهو به هېڅکله ونه مري…!

پته : مازيګر کتاب پلورځی – مينه يار مارکېټ – مبارک سنټر ته مخامخ – کوټه سنګي – کابل 0731216326 – 0799349967

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply