!له تېرو تجربه؛ راتلونکي ته پام

لیکنه : شيرمحمدامیني ستانکزی

0 721

جګړه په ټوليزه توګه د يوه هېواد ټولې شتمنۍ له مينځه وړي، په جګړو ښکېلې خواوې دواړه له زور نه کار اخلي، څو خپل هدف ته ځان ورسوي، خو هدف ته رسيدل، دومره آسانه خبره نه ده، بلکې دواړه لوري له مالي او ځاني زيانونو سره مخ کيږي .

دلته که په جګړې ښکېلې خواوې زيانمنې کيږي، ولس ته هم زيان اوړي، لکه څنګه چې افغانستان څه دپاسه څلويښت کلنې جګړې، داقتصادي، فرهنګي، سياسي او په نورو برخو کې وځپل، خو لا هم د جګړې پايله روښانه نه شوه،چې کوم لوري خپل مقصد ته ځان ورساوه، بلکې دغې څلوېښت کلنې جګړې ډيري نظامونه راوپرځول او هېواد يې په کنډوالو بدل کړل .

اصلي خبره دلته ده، چې موږ ولې له تېرو وختونو تجربه نه اخلو!؟ ولې خپل ماغزه په کار نه اچو!؟ که په تېرو نظامونه يو ځغلنده نظر واچو، چې دوى د هېواد لپاره څه پلانونه او طرحې درلودې، خو بيا هم تر شاه يې بهرنۍ مغرضې کړۍ موجودې وې، چې دهمدغوکړيو په اشاره څه اهداف دلته پلي کېدل،دولت به  د ولس له مخالفت سره مخ کېدل، نظام به خلکو ته غلط تعبیریدل او حتی کفري ټاپې به پرې لګول کیدې، دا څه ؤ؟

په پښتو کې يو معقوله ده، (چې هم څيرل کوي هم ګنډل)نو بهرنيو هېوادونو دنظام په جوړولو کې به يې مرستې کولې، د وخت نظامونه به يې په پښو درول، خو په دننه هېواد کې به يې عقيدوي افغانان د نظام پر وړاندې هڅول، چې حکومت له ماتې سره مخ شي اوګټه يې همدغو هېوادونو ته پاتې شي.

 نو پايله يې دا شوه، چې د افغانانو په منځ کې دکلونو کلونو دښمنۍ لاتر اوسه پاتې دي  او اصلي طراحان يې همدغه بيروني مغرضې کړۍ دي، چې اوس هم دلته د سولې راتلو مخالفت څرګندوي او نه غواړي په افغانستان کې دې  دايمي سوله راشي .

 که د هېواد تاريخونه ولولو، ټولو ته جوتيږي، چې زورواکي هېڅکله هم د قدرت پاتې کیدو ته بقا نه ده ورکړې، بلکې را چپه شوي او نومونه يې هم په تورو ليستونو کې راغلي، چې راتلونکي نسل به هم ورته يو ډول د حقارت په سترګه ګوري .

اصلي خبره دا ده، چې نظام پسې ولس ودريږي، ولس يې ملاتړې وي، نو داسې نظام به تل مضبوط او له بهرنيو دسيسو به په امن کې وي او داسې هېواد به واوسي، چې نورې جګړې به  پکې نه وي، د ښېرازۍ او پرمختګ په لوري به روان وي .

راځی هېوادوالو! نور د یو بل سره اوږه په اوږه ودرېږو تر څو دښمن ونه توانیږي، چې زموږ  له بې اتفاقیو ناوړه ګټه پورته کړي، هر افغان په ځانګړي ډول ځوانان باید هڅه وکړي، تر څو د عامه پوهاوي له لارې هغه ځوانان چې د نورو په اشارو هېوادکې جنګیږي را وګرځول شي، خپلو هېوادنیو مسؤلیتونو ته يې ځیرکړي، ځکه دا په هر افغان فرض ده، چې په هېواد کې سولې او آبادۍ ته کار وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply