خلیلزاد: افغان سیاسیون سولې ته ژمن دي

0 829

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی او ویلي یې دي، چې د افغان سولې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان سولې د وروستیو پرېکړو په تړاو یې د افغان سیاسیونو او مدني فعالینو ډاډ تر لاسه کړی دی.

 خلیلزاد زیاته کړې، ټول اړخونه د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې تېرې لاس ته راوړنې وساتي، جګړه پای ته ورسوي او په پایله کې یې دایمي اوربند رامنځ ته شي.

د هغه په خبره، چې په دوه ورځني سفر کې یې په افغانستان کې له ګڼو سیاسي او مدني بنسټونو او اړخونو سره خبرې اترې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د روسیې په کوربه توب جوړېدونکې غونډه چې ټاکل شوې سبا په مسکو کې ترسره شي، افغان پلاوی او د طالبانو د ډلې غړي هغه هېواد ته روان شوي دي، چې زلمی خلیلزاد به پکې د امریکا په استازیتوب برخه ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply